بې‌کاري، بې‌وزلي، ناامني او د زده‌کړو لپاره د شرایطو نابرابري هغه څه دي چې له کبله یې ډېر افغان وګړي، کورنۍ او په ځانګړې توګه ځوانان له هېواده د باندې نامنظمې کډوالۍ ته مخه کوي.

۱۵ کلن علي بېګزاد له ګڼو کږلېچونو تر تېرېدو او سختو کړاوونو پر سر منلو وروسته ایران ته رسېدلی او درې کاله یې هلته ژوند کړی دی.

علي وايي، په ایران کې د خپل درې کلنې استوګنې پر مهال له زیات سپکاوي سره مخ شوی او د ده د خیالونو برعکس، ایران د ژوند کولو لپاره ښه ځای نه و.

په ایران کې د اوسېدو کارت نه لرل او د ایرانیانو له‌خوا ځورول لامل شول چې علي له درېوو کلونو وروسته ایران پرېږدي او یو ځل بیا د اروپا پر لور نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړي.

علي وايي، په ډېرو ستونزو یې ۵ لکه افغانۍ راغونډې کړې او قاچاقیانو ته یې ورکړې، څو دی په قاچاقي لارو سویډن ته ورسوي.

سفر یې د ایران او ترکیې له پولو پیلېږي، هغه لاره چې د هر لاروي لپاره خورا دردوونکې پېښې له ځانه سره لري.

د مسافرو د ګڼ‌شمېر له امله، علي او ملګري یې په جلا موټرو کې سپرېږي، خو هغه موټر چې د علي د لارې ملګری حمید په‌کې سپور و، د ترکیې پر لارو ټکر کوي او هغه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

علي وايي، ډېر وروسته خبر شو چې د حمید د بدن غړي د قاچاقیانو له‌خوا پلورل شوي او تش ګوګل مړی یې په افغانستان کې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

علي وايي، دغه خبر ټکان ورکړ او دا یې د ژوند تر ټولو ترخه خاطره شوه.

هغه زیاتوي، له ګڼو ستونزو او کړاوونو تېرولو وروسته د څو ملګرو په ملتیا سویډن ته رسېږي، هغه ځای چې ده یې تل د لیدو خوبونه کتل.

د علي بل ورور هم په سویډن کې اوسېږي. هغه د ده لیدو ته راځي او له ځانه سره یې کور ته بیايي.

علي پنځه کاله د خپل ورور په کور کې اوسېږي، خو په دې موده کې یې څو ځله د پناه غوښتنه رد کېږي.

هغه اوس د یوې سیکې په څېر یو مخ یې هیله او بل مخ یې ناهیلي ده، په سویډن کې د خپل برخلیک روښانه کېدو انتظار باسي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، وزارت یې هڅه کوي چې د افغان وګړو د نامنظمې کډوالۍ مخه ونیسي؛ ځکه دغه شان کډوالي ډېر کله ناورینونه زېږوي.

د نوموړي په وینا، د نامنظمې کډوالۍ لارې او تکل بلا ستونزې لري او همدا تېر کال د کډوالو یوه موټر ټکر وکړ چې له کبله یې ۲۰ هېوادوال مړه شول.

بله‌خوا د کډوالۍ د معلوماتي مرکز سلاکارې فرېحې جبارخېلې سلام‌وطندار ته ویلي، په افغانستان کې د کور لرلو، پر ملي ژبو پوهېدلو او د کار و کسب کولو په څېر ډېر امکانات شته چې زموږ د خلکو لپاره په نورو هېوادونو کې نشته.

جبارخېله زیاتوي، هغه هېوادوال چې خپله خاوره د یوه رویايي ژوند په تکل نورو هېوادونو ته د تګ په موخه پرېږدي، پر نورو ستونزو سربېره له ګڼو ژبنیو او فرهنګي ستونزو سره هم مخ کېږي او په‌کار ده چې په هېواد کې ورته د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، شاوخوا شپږنیم میلیونه افغان وګړي په ټوله نړۍ کې خواره دي چې ډېره برخه یې په ګاونډیو ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

چارواکي وايي، اوس ۲ میلیونه ۵۰۰ زره افغان کډوال په ایران، ۲ میلیونه ۴۰۰ زره په پاکستان او پاتې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام