په هېواد کې د وروستیو سېلابونو، زلزلې، اورلګېدنې او نورو طبیعي پېښو په لړ کې یوشمېر اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه پېښې به د افغانستان اقتصاد ته درانه زیانونه ولري.
د دوی په باور، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اقتصاد یې هم کرنې پورې تړلی چې د طبیعي پېښو رامنځته کېدل به د هېواد اقتصاد ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اقتصادي چارو کارپوهان تاجمحمد تلاش سلاموطندار ته ویلي چې د زلزلې او نورو طبیعي پېښو رامنځته کېدل د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د کرنیزو محصولاتو تولید او پانګه اچونې ته زیان رسوي.
«کله چې د زلزلې، اورشیندې او سېلابونو په څېر پېښې پیلېږي، طبیعي پېښو ته زیان رسوي. د لرګو، کانونو، بشري سرچینو او نورو برخو کې مونږ ته رسوي.»
په ورته مهال د اقتصادي چارو یو بل کارپوه بهیر ځلاند هم په دې باور دی چې طبیعي پېښې د اقتصادي پراختیا مخه نیسي او له ننګونو سره یې مخ کوي.
د بهیر ځلاند په وینا، زلزله، واورې ښووېیدنې او نورې طبیعي پېښې کاري ځواک زیانمنوي او د اقتصادي ودې او پراختیا بهیر ټکنی کوي. هېواد کې د وروستیو ورځو پرمهال د زلزلې، د سېلابونو راوتلو، د واورو اورښت او ځنګلونو کې د اورلګېدنې څو پېښې رامنځته شوې دي.
په همدې تړاو مو د اقتصاد وزارت مسوولانو څخه د اوښتونو زیانونو د کره شمېرو غوښتنه وکړه، خو مسوولانو وویل چې د معلوماتو راټولولو لپاره وخت ته اړتیا لري.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم تاییدوي چې هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله خلکو ته ګڼشمېر اقتصادي زیانونه اوښتې دي.
د حبیب په خبره، د وروستیو درېوو ورځو اورښتونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولې دي چې ځينې کرنیزې ځمکې ویجاړې او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.