Asset 1SWN

اقتصادي ستونزې؛ سمنګان کې ځینو زرګرانو خپل کسب پرېښی

1 Gold

سمنګان کې یو‌شمېر زرګران وايي چې دغه ولایت کې د «سروزرو» پېر او پلور د پام وړ کمرنګه شوی چې له کبله ځینو زرګرانو خپل پلارنی کسب پرېښی دی.

د یاد ولایت زرګران سلام‌وطندار ته وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله سمنګان کې د سرو زرو پلور او پېر لوېدلی او په وینا یې، خلک د سرو زرو د پېر پر ځای سره زر د پلور لپاره وروړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

معودالدین صدیقي چې د بلخ اصلي اوسېدونکی او له څو کلونو راهیسې سمنګان کې زرګري کوي، وايي چې دې وروستیو کې د زرګرانو فعالیتونه ۷۰سلنه کم شوي او د بازار رکود له امله ځینو یې هټۍ تړلې دي.

نوموړي وویل: «همدا هټۍ زموږ د ګاونډي زرګر وه چې تړل شوې، د کار نشتون او اقتصادي ستونزو او همداراز د سرو زرو پلور هټۍ ډېرې وې، ښار کوچنی دی او اړ شو چې هټۍ وتړي. مخکیني حکومت کې بد نه‌وو، خلکو یو څه کاروبار درلود او سره زر به یې اخیستل. اوس کاروبار هم نشته او ډېری خلک چې سره زر هم لري د پلور لپاره یې راوړي.»

په ورته مهال سمنګان یو بل زرګر محمداغا هم دغه ولایت کې د سرو زرو بازار پیکه کېدو څخه شکایت لري او وايي، د پلور نشتون له امله دې ته رسېدلی چې خپله هټۍ وتړي.

نوموړي وویل: «څو کاله کېږي چې د زرګري بازار پیکه شوی. هغه کسان باید سره زر وپېري، له کوره یې د پلور لپاره راوړي. خپل کاروبار څخه دومره په تنګ شوي یو چې حتا کله کله مو هېڅ دوکان ته د راتلو زړه نه کېږي. له ۴۰ تر ۵۰سلنې بازار کم شوی.»

د سمنګان محلي مسوولان بیا دغه ولایت کې اقتصادي ستونزې، له هېواده د شتمني د لېږد له امله بولي او په وینا، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره وخت ته اړتیا ده.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر اسدالله عطايي سلام‌وطندار ته وویل: «حکومت نوی دی، ځکه کله چې نظام سقوط کوي او بل نظام رامنځته کېږي، ستونزه ورسره مل وي، خو حکومت ژمن دی چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. البته سوداګر او هغه کسان چې نورو ته یې د کار زمینه برابره کړې، هغوی هم ستونزې لري، خو الحمدالله حکومت ژمن دی چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د سرپرست حکومت په رامنځته کېدو سره افغانستان له اقتصادي اړخه له رکود سره مخ شوی چې دې وضعیت د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام