د جیولوژي برخې یوشمېر کارپوهان وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د شدت او په لوړه کچه د سر او مال زیان اوښتو اصلي لاملونه د سختو جګړو او تر ځمکې لاندې د کمربندونو او پلېټونو زیانمنېدل دي.
د دوی په وینا، له کابل څخه تر سوېلي ولایتونو د ځمکې لاندې کمربندونو او پلېټونو کې درزونه رامنځته شوي چې له امله یې خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کی د زلزلو شدت ډېر و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل د پُلتخنیک پوهنتون د جیولوژي او کانونو پوهنځي استاد عبدالباقي رحماني سلاموطندار ته ویلي، په ټوله کې سوېل ختیځ او شمال ختیځ ولایتونه د زلزلو د شدت څخه ډېر زیانمن دي.
نوموړی دغو ولایتونو کې د طبیعي پېښو د اړوندو ادارو پر پراخ فعالیت ټینګار کوي او زیاتوي چې یادې ادارې باید د زیانمنو سیمو اوسېدونکو ته معلومات ورکړي چې کورونه مشخصو معیارونو سره سم جوړ کړي، څو د سختو زلزلو پرمهال ورته زیان ونهرسېږي.
د پُلتخنیک د جیولوژي پوهنځي یو بل استاد عبدالباسط رحماني هم تاییدوي چې د ځمکې لاندې کمربند یا پلېټ ځینو برخو کې درز ګواښونکی تمامېږي او باید په اړه یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې څه باید وکړي.
د نوموړي په وینا، سره له دې چې د زلزلې مخنیوی ناشونی دی، خو په وینا یې، هېوادوال باید د نړۍ په څېر دا ډول پېښو سره ځان عیار او له احتیاطي تدابیرو کار واخلي.
د هغه په وینا، ځمکه یو ژوندی جسم دی چې پلېټونه او کمربندونه لري او اړوندې ادارې باید ټولو ته معلومات ورکړي چې کومې سیمې تر کومې کچې زیانمنې دي.
د معلوماتو پربنسټ، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د زلزلې په کرښه کې موقعیت لري او د دې اټکل هم کېږي چې ښایي راتلونکې کې هېواد کې زلزلې ډېرې شي.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت د ځايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وړمې شپې زلزلې تر دا مهاله له زرو زیات کسان مړه او شاوخوا ۱۵سوه نور ټپیان کړي دي.