د تخار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډاکټرانو له خوا په ګُنګ ډول د نسخو پر لیکلو نیوکه کوي او وايي، ډاکټران داسې نسخې لیکي چې یوازې د هغوی په ځانګړو درملتونونو کې لوستل کېدای شي او له هغو پرته پرې بل څوک نه پوهېږي.

د تخار اوسېدونکي جلال‌الدین ایرکن، سراج‌الدین مرادي او مهرانګېز وايي، د دغه ولایت اوسېدونکي له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او نه شي کولای په بازار کې درمل وپېري، خو ډاکټران بیا داسې نسخې ورکوي چې له ځانګړو درملتونونو پرته پرې بل څوک نه پوهېږي.

د دوی په وینا، که ناروغان په ولایتي روغتون کې څوک ونه پېژني، لازم پام ورته نه کېږي او ډاکټران هم داسې د دې لپاره چې له درملتونونو سره شریکان دي، داسې نسخې ورکوي چې له مالي اړخه د ناروغانو ملا ور ماتوي.

یوشمېر ډاکټران هم په ګُنګ ډول د نسخو لیکل تاییدوي. په تخار کې یو ډاکټر سیدمیرزا حبیب وايي، روغتیا وزارت د ډاکټرانو لپاره د فیس کچه ټاکلې چې معالج ډاکټر باید ۱۵۰ افغانۍ، متخصص باید ۲۰۰ او پروفیسور باید ۳۰۰ افغانۍ فیس واخلي او تر دې زیات ناقانونه دی.

د هغه په خبره، ډاکټران باید داسې نسخې ولیکي چې د پوهېدو وړ وي او د هر درملتون فارمسس باید وکولای شي له مخې یې درمل ورکړي.

د تخار د عامې روغتیا رییس سیدعبدالقیوم حیرت د ډاکټرانو له لوري په ګُنګ ډول د نسخو لیکل تخلف بولي او د دې ستونزې د حل لپاره د لازمو اقداماتو خبر ورکوي.

خو د تخار اوسېدونکي وايي، د حکومتي مسوولانو دا ژمنې نه عملي کېږي او په روغتیايي سکټور کې د اصلاحاتو ادعاوې هم یوازې د شعار تر کچې محدودې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *