د بامیان ولایت محلي مسوولان وايي چې پرون د شکیلا په نوم یوې پېغلې د دغه ولایت د ورس ولسوالي د «خاک بابه» په کلي کې د خپل کور په اشپز‌خانه کې ځان ځندۍ کړی دی.

د بامیان د امنیې قومنداني ویاند محمد‌خواني رسا وايي چې د شکیلا مړی یې د څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدولی او د پېښې په تړاو د دغې نجلۍ میرنۍ مور  د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال دایکندي کې محلي رسنیو راپور ورکړی چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د سنګ‌تخت او بندر ولسوالي د «دهن غارک» کلي کې یوه ۲۰کلنه نجلۍ د کلاشینکوف په مرمۍ وژل شوې ده.

د دایکندي ولایت د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغې پېښې په اړه یو کس نیول شوی دی.

د دایکندي د محلي رسنیو په راپورونو کې همداراز راغلي چې په یوه بله پېښه کې د دغه ولایت د میرامور ولسوالي د «ګرد زمین میرغلام» کلي کې بېګاه شپه یو ۵۵ کلن کس د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د یادونې وړ ده چې د دغې پېښې په اړه هم دوه کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، د وروستیو میاشتو پرمهال په دایکندي او بامیان ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام