هېواد کې د نورو ناورینونو او ننګونو ترڅنګ روانې وچکالۍ هم خلک او کروندګر تر ډېره اغېزمن کړي دي. کروندګر وايي چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې کرنه ده، خو سږنۍ وچکالي او د حاصلات نهشتون، له اقتصادي پلوه زیانمن کړي دي.
یوشمېر کروندګرو سلاموطندار ته ویلي، هېواد کې روانې وچکالۍ د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی او په وینا یې، تراوسه یې چا لاسنیوی نه دی کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه دلته وڅارئ
یو کروندګر عبدالمجید سلاموطندار ته وویل: «داسې کسان شته چې د دوه منه غنمو د پېر توان نهلري. د وچکالۍ له امله بېخي په تنګ شوي یو. غوښه خو بېخي نشو اخیستی. دا ټول د وچکالۍ له امله دي، ځمکې مو وچې شوي او هېڅ هم نهلرو.»
په ورته مهال د هېواد په جوزجان کې یو کروندګر محمدصادق وايي، سږکال یې پر خپلو ځمکو ۱۰۰ کیلو ګرامه غنم کرلي وو، خو یوازې ۸۰ کیلو حاصل یې ترلاسه کړي دي.
بلخوا د هېواد په ګڼو سیمو کې د کښت لپاره د کافي اوبو نشتون، کرنه زیانمنه کړې ده. د هېواد لوېدیځو ولایتونو کې کروندګر وايي، د کښت لپاره کافي اوبه نهلري او له حکومت غواړي چې دې برخې ته جدي پام وکړي.
دوی همداراز زیاتوي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې دغه ولایتونه وچکالۍ ځپلي او تر ۶۰سلنې حاصلات کم شوي دي.
د نیمروز یو کروندګر محمود وویل: «کمان خان بند ته هیلهمند وو او موږ ته ویل شوي وو چې موږ ته به ترې یوه ویاله جوړه شي. سږکال مو هم کښتونه کړي و، خو حاصل یې نشته.»
د دې ترڅنګ، د لوګر او کندهار ولایتونو کروندګر هم له وچکالۍ او ناوړه پایلو څخه یې خوندي نه دي پاتې شوي. دوی هم د کښت لپاره د اوبو له کمښت شکایت کوي.
د لوګر اوسېدونکی کریمالله وايي، سږکال یې باغونو د فصلي ناروغیو او اوبو نهشتون له امله حاصل نه دی ورکړی او په ډېری سیمو کې د کارېزونو او ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مني چې وچکالۍ د کروندګرو حاصلاتو ته جدي زیانونه اړولي دي. د دغه وزارت ویاند مصباحالدین مسعتین وویل، کروندګرو څځه د ملاتړ لپاره یې هغوی ته د اصلاح شویو تخمونو وېش پیل کړی دی.
نوموړي وویل: «کرنې وزارت له خپلو زېرمو د اصلاح شویو تمخونو وېشل پیل کړي چې له ۲۵ تر ۴۵زره تخمونه به پر کروندګرو ووېشل شي او همدارز کیمیاوي سرې به هم ورکړل شي.»
دا داسې مهال دی چې ګاردین ورځپاڼې په تازهګۍ سره افغانستان کې د فقر او د خوراکي توکو نهشتون وضعیت په اړه د یوه رپوټ په خپرولو سره ادعا کړې، چې ځینو سیمو کې خلک خوراکي توکو ته د نه لاسرسي په دلیل، واښه خوري.