۶۰کلن غلام‌حضرت د پکتیا پوهنتون تر ټولو لوړ عمرلرونکی زده‌کړیال دی چې د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند پښتو ادبیاتو څانګې څخه یې خپل د فراغت سند ترلاسه کړ.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې د پوهنتون څلور کلنه دوره کې یې ډېرې سختې وګاللې، خو په وینا یې، هېڅ‌کله یې له زده‌کړو زړه نه‌دی تور شوی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د پکتیا د زرمت ولسوالي اوسېدونکی دی او هره ورځ به یې ۳۰ کیلومټره لاره وهله، څو پکتیا پوهنتون ته د زده‌کړو لپاره ځان ورسوي. د نوموړي په وینا، دې موده کې به یې کله پر موټرسایکل او کله هم پر بایسکل پوهنتون ته تګ‌راتګ کاوه.

غلام‌حضرت وايي، د زده‌کړو پر مهال یې ګڼې اقتصادي ستونزې مخته پرتې وې، خو زیاتوي چې دې ستونزو ته یې اوږه ورکړه او خپلې زده‌کړې یې پای ته ورسولې.

هغه وايي، دوه ځله یې د کانکور ازموینه ورکړه او په‌کې پاتې شو، خو درېیم ځل د پکتیا پوهنتونو ښوونې او روزنې پوهنځي ته یې لاره وموندله.

نوموړي وویل: «دوه ځلې مې کانکور ته امتحان ورکړ، خو کامياب نشوم. په درېیم ځل مې بيا په ازموينه کې ګډون وکړ او کامياب شوم. له هغه وروسته مې تېرو دوو کلونو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ. تېر کال داسې شرايط و چې ما پيسې نه درلودې، د موټرسيکل د تېلو پيسې مې هم نه درلودې، نو مجبور وم څلور يا پنځه ځلې امتحان ته په بايسکل راغلم. زموږ سيمه ډېره لرې ده.»

غلام‌حضرت په ۱۳۵۸ کال کې د ګردېز د عبدالحی عالي لېسې څخه فارغ شوی او له هغه وروسته يې د پکتيا عالي دارالمعلمين کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی دی. نوموړی ۱۳۶۰ کال له دارالمعلمين فارغ او له هغه راهیسې یې هیله دا وه چې لوړې زده‌کړې وکړي.

خو نوموړی وايي چې هېواد کې د جګړو، ناخوالو او اقتصادي ستونزو له امله په دې بریالۍ نه‌شو چې خپل دا ارمان پوره کړي او زده‌کړې ترې نیم‌ګړې پاتې شوې.

غلامحضرت خپله سيمه کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکی هم دی او په وینا یې، له دې سربېره یې په خپل کور کې د کلي ماشومانو ته د زده‌کړو وړیا ټولګي هم جوړ کړې دي.

۶۰کلن غلام‌حضرت وايي که زمینه ورته برابره شي، د لېسانس سند به په ماسټري او دوکتورا ته بدل کړي. «زما د معلمي معاش ۸زره  او درې سوه افغانۍ دی، خو ما پوهنتون هم په‌کې ویلی او کور ستونزې مې هم په‌کې حل کولې، نو له ځوانانو غواړم چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. ناهیلې نه‌شي، ځکه زده‌کړې پای نه‌لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا پوهنتون نهه پوهنځي لري چې سږکال یې له اوو پوهنځیو څخه ۱۴۴۸ زده‌کړیالان فارغ شول چې لاهم لسګونه زده‌کړیالان دغه پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام