کندهار؛ اسلامي امارت د یوې ښځې د وژنې اعتراض د خبري پوښښ مخه ونیوله

یو‌شمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو یې وروسته له هغې د رسنیز پوښښ مخنیوی او ورته ګواښ کړی چې غوښتل یې کندهار ښار کې یوه اعتراض ته خبري پوښښ ورکړي. دغه خبریالان وروسته بیا د خلکو په غوښتنه بیرته راخوشې شوي دي. کندهار کې خبریالان وايي، د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

امیري: اسلامي هېوادونه دې د افغانستان اسلامي امارت بشري حقونو ته متوجه کړي

د افغانستان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، لومړي ګام کې دې اسلامي هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت د بشري حقونو درناوي او کار او زده‌کړو ته د افغان ښځو او نجونو اجازه ورکولو ته متوجه کړي.

بریټانیا راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو راټولولو لپاره د یوې غونډې کوربه دی

رویټرز خبري اژانس د بریټانیوي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه هېواد به راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو د راټولولو په موخه د یوې غونډې کوربه وي. رویټرز ددغو چارواکو له قوله لیکلي، تمه ده چې په دې غونډه کې له افغانستان سره ۴.۴ میلیارد پونډ راټول شي.

جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زده‌کړو مرکز پرانستل شو

جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زده‌کړو لومړنی ښوونیز مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو. دغه ښوونیز مرکز چې ۲۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، په بېلابېلو ټایمونو کې ۱۰۰۰ نجونو او هلکانو ته په‌کې زده‌کړې ورکول کېږي.

اسلامي امارت بدخشان کې د ښځو لپاره استازې ټاکلې

د بدخشان ځايي چارواکي وايي، هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته یې تېره ورځ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د یوه پروګرام په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره نیسا مبارز د بدخشان د ښځو استازې په توګه غوره او معرفي کړه.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي چې ښځې کولی شي د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې ټولو برخو، ان نظامي او امنیتي برخه کې هم دنده ترسره کړي.

ملګرو‌ ملتونو د درېوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی

وروسته له هغې چې د ښځو فعاله پروانه ابراهیم‌خېل له بنده خوشې شوه، داسې راپورونه خپاره شوي چې نیول شوې درې ښځینه فعالانې هم له بنده ازادې شوي، خو تراوسه په رسمي توګه دا راپورونه نه دي تایید شوي. یوناما د یادو ښځينه فعالانو له خوشې کېدو  هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د نیول شویو ښځو خوندیتوب او سلامتي لویه اندېښنه ده.

د بشري حقونو بنسټونه: افغان ښځينه فعالانې دې خوشې شي

د افغان ښځينه فعالانو د نیونې په اړه د پراخو نړیوالو غبرګونونو پر دوام، په تازه‌ګۍ سره د بشري حقونو څار بنسټ ترڅنګ د بښنې نړیوال سازمان او نورو بنسټونو په یوې ګډه خبرپاڼه کې د افغان معترضو ښځو د هر څه ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ښځینه فعالانو ورکېدل؛ یوناما: اسلامي امارت ته مو د نړیوالو د غوسې په اړه ویلي

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، د ملګروملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته «د نادرکه شویو ښځینه افغان فعالانو برخلیک» په تړاو د نړیوالو غوسې په اړه ویلي.
یوناما ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دیبرا لاینز ته د دغې مسلې د حل لپاره د هڅو ډاډ ورکړی دی.

کابلوف: که اسلامي امارت ځينې شرطونه ومني، مشروعيت کې ورسره مرسته کولاى شو

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، که اسلامي امارت د بشري حقونو او ټول‌شموله حکومت رامنځته کولو کې اقدام وکړي، روسیه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې همکاري کولی شي.
هغه زیاتوي، چې د بشري حقونو رعایتول، د ټول‌شموله حکومت جوړول او ښځینه‌وو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.