
پکتیا کې د «امن اختر» په نوم پیل شوې ازادې سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا د بدني رونې ادارې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د « امن اختر» په نوم په ازادو سیالیو کې چې د پکتیا سربېره د ۱۸ نورو ولایتونو لوبغاړو هم پهکې ګډون کړی وو، پرون پای ته ورسېدې.

د پکتیا د بدني رونې ادارې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د « امن اختر» په نوم په ازادو سیالیو کې چې د پکتیا سربېره د ۱۸ نورو ولایتونو لوبغاړو هم پهکې ګډون کړی وو، پرون پای ته ورسېدې.

په روزګان ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په شخصي لګښت د پیل شویو سیالیو اتلولي رحیم لوبډلې وګټله. دغه سیالۍ ۲۷ ورځې وړاندې پیل شوې وې.

د لوګر ولایت په کوربهتوب د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر او لوګر ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ د لوګر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په روزګان ولایت کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې. دغه سيالۍ چې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د يونېسف په مالي ملاتړ پیل شوي، مسوولان یې وايي چې د یادو سیالیو څخه یې موخه ښوونځيو ته د ماشومانو هڅول دي.

افغان کرېکټ لوبډله له اوږد ځنډ وروسته نن په یوه ورځنۍ سیالیو کې له زمبابوې لوبډلې سره مخ ده چې د روانې میلادي میاشتې تر څوارلسمي نېټې به دوه نورې یو ورځنۍ او درې شل اووره لوبې وکړي.

د لسو لوبډلو ترمنځ له ۷۳ لوبو وروسته نن ګجرات ټایټنز او راجستان رایلز لوبډلې د هند کرېکټ غوره لیګ یا ايپياېل سیالیو پایلوبه کوي.

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه کې بېګاه د اسپانیې ریال ماډریډ لوبډله بریالۍ شوه چې د انګلستان لېورپول لوبډلې ته ۱.۰ ماته ورکړي او د څوارلسم ځل لپاره د دغه جام اتلولي خپله کړي.

په لوګر ولایت کې د پلعلم ټرافي په نوم د کرېکټ لوبې د پیل شویو سیالیو اتلولي د پکتیا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

ګجرات ټایټنز لوبډله چې افغان ستوری راشدخان یې مرستیال لوبډلمشر دی، د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ايپياېل» سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ له زمبابوې سره د راتلونکو یو ورځنیو او شل اووره سياليو لپاره د حشمت الله شهيدي او محمدنبي په لوبډلمشري دوه لوبډلې اعلان کړې.

د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالي کې د کوچني اختر په پنځمه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرېکت سیالۍ پیل شوې وې چې پرون جمعه د چک بازانو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په خوست کې د «زرغون افغانستان جام» تر نوم لاندې د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو پای لوبه کې پرون هندوکش سټرایکرز لوبډله بریالۍ شوه چې پامیر لیجینډز لوبډلې ته په درېوو وېکټو ماته ورکړي او د دغه جام اتلولي خپله کړي.

د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د «پل علم ټرافي» په نوم د کرېکټ شل اووره سیالۍ پيل شوې.

د کوچني اختر په مناسبت په کندوز ولایت کې د والیبال جوړې شوې دوه ورځنۍ سیالۍ د دغه ولایت د منتخبې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په روزګان ولایت کې د یوه کس په شخصي لګښت د اتو لوبډلو ترمنځ د هارډبال شل اووره سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

د افغان کرېکټ بورډ له لوري، له ډېر ځنډ وروسته د ملي لوبډلو ترمنځ د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ دوه ورځې وړاندې په خوست کرېکټ