
جاناتان ټروټ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی ټاکل شوی
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې جاناټان ټروټ یې د کرېکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې جاناټان ټروټ یې د کرېکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکلی دی.

سپینغر پړانګانو کرېکټ لوبډلې د شپږیزې لیګ سیالیو په نهمه لوبه کې پامیر زلمیو لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن د هندوکُش ستورو لوبډلې د پامیر زلمیو ته د ۲۹ منډو په توپیر ماته ورکړه.

په روزګان کې د بېلابېلو ورزشي برخو لوبغاړي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د لوبو لپاره معیاري لوبغالی نهلري او تراوسه دې برخې ته هېڅ پام نه دی شوی.

د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په پنځه لوبه کې میسعینک نایټز لوبډله بریالۍ شوه چې د بندامیر ښاریانو ته په شپږو وېکټو ماته ورکړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن په درېیمه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې د هندوکش ستورو ته د درېوو منډو په توپیر ماته ورکړه.

د پکتیا د بدني رونې ادارې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د « امن اختر» په نوم په ازادو سیالیو کې چې د پکتیا سربېره د ۱۸ نورو ولایتونو لوبغاړو هم پهکې ګډون کړی وو، پرون پای ته ورسېدې.

په روزګان ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په شخصي لګښت د پیل شویو سیالیو اتلولي رحیم لوبډلې وګټله. دغه سیالۍ ۲۷ ورځې وړاندې پیل شوې وې.

د لوګر ولایت په کوربهتوب د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر او لوګر ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ د لوګر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په روزګان ولایت کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې. دغه سيالۍ چې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د يونېسف په مالي ملاتړ پیل شوي، مسوولان یې وايي چې د یادو سیالیو څخه یې موخه ښوونځيو ته د ماشومانو هڅول دي.

افغان کرېکټ لوبډله له اوږد ځنډ وروسته نن په یوه ورځنۍ سیالیو کې له زمبابوې لوبډلې سره مخ ده چې د روانې میلادي میاشتې تر څوارلسمي نېټې به دوه نورې یو ورځنۍ او درې شل اووره لوبې وکړي.

د لسو لوبډلو ترمنځ له ۷۳ لوبو وروسته نن ګجرات ټایټنز او راجستان رایلز لوبډلې د هند کرېکټ غوره لیګ یا ايپياېل سیالیو پایلوبه کوي.

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه کې بېګاه د اسپانیې ریال ماډریډ لوبډله بریالۍ شوه چې د انګلستان لېورپول لوبډلې ته ۱.۰ ماته ورکړي او د څوارلسم ځل لپاره د دغه جام اتلولي خپله کړي.

په لوګر ولایت کې د پلعلم ټرافي په نوم د کرېکټ لوبې د پیل شویو سیالیو اتلولي د پکتیا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

ګجرات ټایټنز لوبډله چې افغان ستوری راشدخان یې مرستیال لوبډلمشر دی، د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ايپياېل» سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ له زمبابوې سره د راتلونکو یو ورځنیو او شل اووره سياليو لپاره د حشمت الله شهيدي او محمدنبي په لوبډلمشري دوه لوبډلې اعلان کړې.