
ټسټ لوبې؛ اسټرالیا له سوېلي افریقا او پاکستان له نیوزیلنډ سره مخ دی
د ټسټ سیالیو په لړ کې نن د نړۍ څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې پر ټسټ لوبو بوخت دي. اسټرالیا د سوېلي افریقا کوربه دی او پاکستان خپل کور کې له نیوزیلنډ سره پر لوبې بوخت دی.

د ټسټ سیالیو په لړ کې نن د نړۍ څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې پر ټسټ لوبو بوخت دي. اسټرالیا د سوېلي افریقا کوربه دی او پاکستان خپل کور کې له نیوزیلنډ سره پر لوبې بوخت دی.

د اسټرالیا او سوېلي افریقا ترمنځ د دویمې ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ سوېلي افریقا یو ځل بیا د اسټرالیا د توپ اچوونکو پر وړاندې پاتې راغله او ټوله لوبډله په لومړۍ ورځ په ۱۸۹ منډو وسوځېده.

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې په لومړۍ هغې کې یې مېلبورن سټار لوبډلې سیډني سکسر ته د ۱۵۱ منډو هدف ورکړ.

د ۲۰۲۳ کال لپاره د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ایپياېل» سیالیو لپاره د لوبغاړو بولۍ پرون جمعه د مرغومې دویمه ترسره شوه چې پهکې انګلستانی الرونډر «سام کرن» تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو.

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې نن کوربه پاکستان ته په درېیمه ټسټ لوبه کې هم ماته ورکړه چې ورسره یې د درېوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

د قطر په کوربهتوب د فوټبال نړیوال جام له ګروپ، ۱۶ غوره لوبډلو، کوارټرفاینل او نیمه پایلوبو وروسته نن شپه فرانسه او ارجنټاین لوبډله د یاد جام ګټلو لپاره سیالي کوي.

د ټسټ سیالیو په لړ کې هند خپل سیال بنګلدېش او اسټرالیا مېلمه لوبډلې سوېلي افریقا ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې ماته ورکړه.
د هند او بنګلدېش ترمنځ د دوو ټسټ لوبو په لومړۍ هغې کې هندۍ لوبډلې کوربه بنګلدېش لوبډله د ۱۸۸ منډو په توپیر ماته کړه.

د فوټبال نړیوال جام له نیمه پایلوبو وروسته نن شپه د نیمه پایلوبو دوه لوبډلې د روان نړیوال جام د درېیم مقام ګټلو لپاره سیالي کوي.

د هند او بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ وروسته لومړۍ ټسټ لوبه کې هندۍ لوبډله په ښه دریځ کې ده او برلاسې ښکاري.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درېوو ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې انګلستان کوربه پاکستان ته د ۲۶ منډو په توپیر ماته ورکړه او د روانو ټسټ سیالیو لوبلړۍ یې وګټله.

د قطر په کوربهتوب د فوټبال نړیوال جام له کوارټرفاینل په زړه پورو سیالیو وروسته د نیمه پایلوبو څلور لوبډلې په ډاګه شوې.
ارجنټاین، کرواشیا، فرانسه او مراکش هغه لوبډلې دي چې کوارټر فاینل کې یې خپل سیالان مات کړل او نیمه پایلوبې ته ووتل.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ نن په ملتان کې دویمه یو ورځنۍ لوبه پیل شوې چې انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې جوړې کړې.

د قطر په کوربهتوب د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن شپه د یاد نړیوال جام کوارټر فاینل لوبې پیلېږي.
اتو لوبډلو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دغه پړاو ته لاره پیدا کړې او نن شپه به یې څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته د تلو لپاره له یوه بل سره سیالي وکړي.

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې نن په خپل کوربهتوب د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دویمه لوبه کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې جوړې او هند ته د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو سیالیو په لړ کې نن د مراکش لوبډله له اسپانیا او پرتګال له سویزرلنډ سره لوبه کوي. بېګاه شپه د دغو سیالیو په لړ کې کرواشیا جاپان او برازیل سوېلي کوریا ته ماته ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

د قطر په کوربهتوب د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو روانو سیالیو کې نن شپه دوه لوبې کېږي چې جاپان به له کرواشیا او سوېلي کوریا به له برازیل سره لوبه وکړي.