
هلمند کې دوو وروڼو د شخړې پرمهال خپله مور وژلې
د هلمند محلي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو ورور ټپي شوی او مور یې وژل شوې ده.

د هلمند محلي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو ورور ټپي شوی او مور یې وژل شوې ده.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي چې د دغه ولایت مسوولانو او امنیتي ځواکونو د چپرهار ولسوالي د «کارېز» له سیمې د یاسین په نوم یو ځوان چې څو ورځې وړاندې یې خپل پلار وژلی و، نیولی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې له درېوو میاشتې وروسته یې د یوې وژل شوې ۳۳ کلنې مېرمنې مړی، د اوبو په یوې څاه کې موندلی دی.

د قزاقستان رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او ورسره مل پلاوی یې د دغه هېواد له جمهوررییس قاسم جومر توقایف سره کتلې. د دې لېدنې اصلي موخه د افغانستان وضعیت ارزول، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ د دوه ورځې مخکې د غونډې پر پایلو بحث بلل شوې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د سلاموطندار د خبریال رومان کریمي د نیولو او وهل ټکولو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې ده. دغې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، د ا.ا مسوولان باید د سلاموطندار د خبریال او موټر چلوونکي نیول وڅېړي. دې کمېټې د دوو محلي راډیوګانو د مسوولانو جمالالدین دلدار او میرزا حسني د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

پنځه کاله وړاندې د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې په ۳۱مه د کابل په زنبق څلور لارې کې له چاودېدونکو توکو ډک یوه ټانکر موټر چاودنه وکړه چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته پهکې مرګژوبله واوښته. د دې خونړۍ چاودنې مسوولیت چا پر غاړه وانهخیست، خو د مخکیني حکومت د ملي امنیت عمومي ریاست دغه برید د حقاني شبکې کار وباله.

د بهرنیو چارو وزارت په «افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت» په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې راپور بېبنسټه او درواغ بللی دی. د ملګروملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري.

د سلاموطندار رسنیزې شبکې خبریال رومان کریمي او موټر چلوونکی سمیعالله چې نن شاوخوا لس بجې د کابل نوي ښار حاجي یعقوب څلور لارې ته د ښځو د یوه اعتراضیه لاریون د خبري پوښښ په موخه ورغلي وو، د اسلامي امارت د استخباراتو لهخوا نیول شوي او د اوو ساعتونو لپاره په بند کې وو.

ملګروملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري او د دې شبکې غړي په ازاده توګه افغانستان کې خپل فعالیت کوي. د چارو شنونکي وايي چې د القاعده او داعش په ګډون ټولې ډلې د امریکا او ملاتړو سره یې اړیکې لري چې د هغوی په امر فعالیت کوي او تمویلوي یې.

تاجکستان د افغانستان تحولات او سیمهییزو ګواښونو تر نوم لاندې د سیمې د هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه و. په دې غونډه کې د هند، چین، ایران، روسیې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان د امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی وو. په یاده غونډه کې د سیمې هېوادونو افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ځانګړي استازي محمد اګ ایویا ویلي چې یوازې د دوو ورځو پرمهال دغه هېواد کې ۱۷ ماشومان وژل شوي دي.

د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش په افغانستان کې وروستۍ چاودنې غندلي دي. هغه نن په ټویټر کې لیکلي چې دغو بریدونو د شیعهګانو په ګډون د ګڼ شمېر ملکیانو او ماشومانو ژوند واخیست.

د میدان وردګ د مڼې گُل ۲۰ مه مشاعره د دغه ولایت د جلریز ولسوالي د سنګلاخ په تفریحي سیمه کې د لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوه.

هېواد کې د ملکیانو په ځانګړې توګه د لمونځکوونکو پر وړاندې د ناامنیود، بریدونو او چاودنو په دوام پرون کابل یوځل بیا د چاودنې شاهد وو. دا چاودنه داسې مهال وشوه چې خلک د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې د ټرافیک څلورلاري ته نږدې د «حضرت زکریا» په جامع جومات کې د ماښام لمونځ پر ادا کولو بوخت وو.

ټاکل شوې چې نن په تاجکستان کې د روسیې، هند او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون یوه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي. ویل کېږي چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې وشي.