ایرانی چارواکی: له افغانستانه د نشه‌يي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی

له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو قاچاق په اړه د اندېښنو په لړ کې د ایران یوه چارواکي له افغانستان څخه دغه هېواد ته د قاچاقېدونکو نشه‌يي توکو د کشف له ډېروالي اندېښنه ښودلې ده. د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر زیاته کړې چې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی دی.

د لوګر اوسېدونکي: نظامیان باید ځانګړی یونېفورم واغوندي

د لوګر مرکز پل‌عالم ښار یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نظامیان ځانګړی یونېفورم نه‌لري او ډیر يې په شخصي جامو کې دنده کوي.

د دوی په وینا، په شخصي جامو کې د وسلو ګرځول د عام ولسونو اندېښنې ډېري کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما وايي چې د دغه سازمان د امنیت شورا نن (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. یوناما لیکلي چې ټاکل شوې دا غونډه د نیویارک پر وخت لس بجې او د افغانستان پر وخت د ماښام په اووه‌نیمو بجو جوړه شي.

د تورخم دروازه یو ځل بیا د ټرانزيټ پر مخ وتړل شوه

د تورخم کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب وایي، پاکستان بېګاه ناوخته یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.
د نوموړي په وینا، د پاکستان نظامي مسوولانو بېګاه ناوخته غوښتل چې د تورخم دروازې ته څېرمه شل متره د افغانستان خوا ته د لوحې په پلمه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی یې د جوړېدو مخه نیولې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین وسله‌وال برید شوی

څو شېبې مخکې په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین وسله‌وال برید شوی، خو هغه له دغه برید څخه روغ وتلی دی. په چمن کې سیمه يیزو سرچینو سلام وطندار ته ویلي، منظور پښتین په چمن کې د پاسپورټ او ویزو خلاف روان پرلت غونډه کې له وینا وروسته د تربت په لوري روان و چې پر موټر یې ډزې شوې دي.

په غزه کې د اوربند پای؛ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۱۸۴ کسان وژل شوي

نړیوالو رسنیو د غزې تړانګې د روغتیايي چارواکو له قوله لیکلي چې اسراییلو په غزه کې د اوربند مودې له پای ته رسېدو راهیسې بریدونه پیل کړي او له کبله یې ۱۸۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۸۹ نور ټپیان دي. ‎د غزې د روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې ډېری وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

«د هرات امنیتي غونډې» یوولسم پړاو په تاجکستان کې پیل شو

د هرات امنیتي غونډې یوولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنې «دوشنبې» ښار کې پرانېستل شو. دا غونډه چې ټاکل شوې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو هم دوام وکړي، «افغانستان ته د بیاکتنې او متفاوتو کړنلارو» په نوم جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د ا.ا پر کړنلارې او د افغانستان په اړه د نړۍ پر چلن نیوکې وشوې.

د ټولییز امنیت تړون سازمان: له افغانستانه سیمې ته لاهم نشه‌يي توکي قاچاقېږي

د ټولییز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د قاچاق دوام په اړه اندېښنه ښودلې.

د یاد سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو غونډه پرون «جمعه د لیندۍ درېیمه» د بلاروس پلازمېنې مېنسک ښار کې جوړه شوې وه.

د اسراییلو او حماس ترمنځ څلورورځنی اوربند پیل شو

د اسراییلو او فلسطین ترمنځ له نږدې اوو اوونیو نښتو وروسته، نن د دواړو ترمنځ څلورورځنی اوربند پیل شو.
د الجزیرې خبري شبکې خبر ورکړی چې دغه اوربند نن (د نومبر څلېرویشتمه، د جمعې ورځ) سهار اووه بجې پیل شوی دی.

هلمند کې یو کارګر د نږدې درې میلیونه کالدارو د غلا په تور نیول شوی

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو کس د دوه میلیونه او نهه سوه او ۵۰زره « ۲۹۵۰۰۰۰»  پاکستانۍ کالدارو د غلا په تور نیولی دی. بل‌خوا هغه هلمندی سوداګر چې دغه کس ترې نږدې درې میلیونه کالدارې غلا کړې وې، وايي، دغه کس یې په شرکت کې کارګر و.

هغه نظامیان نیول شوي چې د یوه ځوان د سر وېښتان یې قیچي کړي و

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه درې امنیتي کسان نیولي چې په خپل‌سري توګه یې د یوه ځوان د سر وېښتان او برېتونه قیچي کړي و. د امنيه قومنداني په خبرپاڼه کې ويل شوي له محاکمو پرته یاده کړنه غیرقانوني او خپل‌سري بللې او وايي چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، «څو د خلکو له حیثیت، وقار او انساني کرامت سره  لوبې وکړي.»

د حکومت ویاند: افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي د شپږ زره جنګیالیو» د شتون ادعا ناسمه ده

د سرپرست حکومت ویاند په هېواد کې د ټي‌ټي‌پي د جنګیالیو شتون او د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاورې کارولو په اړه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي‌خان دراني له څرګندونو وروسته وايي، پاکستان باید د افغانستان له تورنولو لاس واخلي؛ ځکه په وینا یې، داسې هېڅ سند نشته چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي غړي شته.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د ا.ا له لوري د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز له امله دغه هېواد کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی دی.

ملګروملتونو دغه څرګندونې نن یکشنبه د لړم ۱۴مه په یوه راپور کې کړې دي. په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو تولید ۶۲۰۰ ټُنه ته رسېده چې روان ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۳۳۳ ټُنو ته راښکته شوی دی.

د ملګرو ملتونو ۷۸یمه کلیزه؛ ګوټرېش: نړۍ دې سره یو موټی شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د فلسطین او اسراییلو او همدارنګه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سختو جګړو له دوام‌ سره هم‌مهاله د دغه سازمان د جوړېدو ۷۸یمې کلیزې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه دې سره یو موټی شي.