بادغیس کې چاودنې درې ماشومانې وژلي

د بادغیس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار ۸:۰۰ بجې د دغه ولایت د مقر ولسوالي په خارستان سیمه کې ناچاوده مرمۍ چاودلې ده. په خبرپاڼه کې لیکل شوي دغو ماشومانو هلته له تېرو جګړو پاتې مهمات له اوسپنو سره را ټول او بیا یې په تیږه وهلي چې له کبله یې چاودنه شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې دې چاودنه کې درې ماشومانې وژل شوې دي.

کندهار کې خپلمنځي شخړه؛ یو ماشوم وژل شوی، ورور او پلار یې ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.

«د افغانستان‌-‌تاجکستان پولې ته نږدې ۱۳۵۰۰ نړیوال ترهګر فعالیت کوي»

د شانګهای سازمان اړوند د ترهګرۍ ضد د سیمه‌ییزې اجرايي کمېټې رییس روسلان میرزایف «د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پولو مدیریت او د ترهګرو مخنیوي» په نوم غونډه کې ویلي چې افغانستان کې د وسله‌والو ډلو شاوخوا ۱۳۵۰۰ غړي د تاجکستان پولې ته نږدې راټول شوي او د دغه هېواد امنیت ګواښي.

سیګار: افغانستان کې د میلیونونه بې‌وزله بزګرانو ژوند د تریاکو له حاصل سره تړلی

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) وايي، افغانستان کې د میلیونونه بزګرانو او کروندګرو ژوند د تریاکو له حاصل سره تړلی دی.

دې ادارې ویلي چې دا موضوع د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز پر وړاندې یوه تر ټولو لویه ننګونه ده.

عبدالسلام حنفي: له محکمې پرته څوک د بندیانو د وژلو حق نه‌لري

د ریاست‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د جنګي بندیانو د وژلو په اړه د ادعاو په رد سره وايي، د جنګي بندیانو په اړه د پرېکړې واک یوازې له محکمې سره دی او څوک یې د وژلو یا اعدامولو حق نه لري.

ملا عبدالغني برادر: تېر یوه کال کې مو خلکو ته هېڅ نه دي کړي

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت خلکو ته بنسټیز کارونه نه دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، تلې ۲۷مه) کابل کې د کرنې وزارت اړوند د کورنیو تولیداتو اووه ویشتم نندارتون کې د وینا پرمهال وکړې.

کندوز کې د نښتې پای؛ اسلامي امارت: پنځه داعشیان مو ووژل

د کندوز محلي مسوولان وايي چې نن سهار امنیتي ځواکونو د کندوز ښار اړوند سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای برید کړی او پنځه داعشیان یې وژلي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته ویلي، د کشفي معلوماتو پربنسټ یې د داعش پر دغه پټنځای عملیات کړي او دې ډلې پورې اړوند پنځه کسان یې وژلي دي.

غزني کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی

د غزني محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په اندړ ولسوالي کې دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۲۵مه ناوخته د اندړ ولسوالي په «خرپه» کلي کې رامنځته شوې. خالد سرحدي زیاته کړې چې دغو دوو وروڼو خپل پلار «زندۍ» کړی او وژلی یی دی. د غزني د امنیې قومنداني ویاند په وینا، له دغو دوو وروڼو څخه یو یې نیول شوی او دویم فراري دی.

د «سولې او عدالت ملي خوځښت» د موجودیت اعلان وکړ

د «سولې او عدالت ملي خوځښت» سیاسي جریان د یو‌شمېر سیاسي، فرهنګي او د مخکیني حکومت د ځینو څېرو په غړیتوب د موجودیت اعلان وکړ. اتمر زیاته کړې، که افغانستان کې مشروع نظام رامنځته نه‌شي، نه یوازې هېواد کې به ناورین  پراخ شي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره به هم جدي ستونزې رامنځته کړي.

بغلان کې یوه کس خپله امیندواره مېرمن وژلې

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار په دغه ښار کې خپله مېرمن وژلې ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په «بمبه» سیمه کې شوې ده.