د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې بېګاه شپه یوه کس د چړې په وسیله خپل ورور وژلی دی.
د هرات د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد کس د خپل ورور له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی و چې امنیتي ځواکونو د هرات ښار د یوولسمې امنیتې حوزې ځواکونو په ادرسکن ولسوالي کې نیولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کس پر خپل جرم اعتراف کړی او دا مهال د پولیسو په بند کې دی. هرات کې داسې مهال دغه کس خپل ورور وژلی چې نن په غزني ولایت کې هم دوو وروڼو خپل پلار وژلی دی.
د غزني محلي مسوولانو ویلي چې دغو دوو وروڼو بېګاه ناوخته خپل پلار غرغره کړی او وژلی یې دی. د غزني د امنیتي مسوولانو په وینا، له دغو دوو وروڼو څخه یو یې نیول شوی او د دویم د نیولو هڅې روانې دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دغو کسانو ولې خپل پلار وژلی، خو له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي.