
فاریاب کې د هغه ځوان مړی موندل شوی چې لس ورځې وړاندې ورک شوی و
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بتشکن سلاموطندار ته ویلي چې د سهشنبې په ورځ د بسمالله په نوم د یوه ځوان مړی د قرغان ولسوالي په تازهقرغان سیمه کې موندل شوی دی.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بتشکن سلاموطندار ته ویلي چې د سهشنبې په ورځ د بسمالله په نوم د یوه ځوان مړی د قرغان ولسوالي په تازهقرغان سیمه کې موندل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په مشري پلاوي سره کابل کې لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي کې ناپېژنده وسلهوالو یو دیني عالم وژلی دی. وژل شوی دیني عالم سراجالحق نومېږي او د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي د کیشکتان کلي اوسېدونکی و. د فایز په وینا، وژل شوی دیني عالم د «مولوي جلالالدین شهید» په نوم د یوه ښوونځي ښوونکی هم و.

هېواد کې د هندوانو او سېکانو د عبادتځایونو مسوولان، د سېکانو او هندوانو وضعیت څخه اندېښنه ښيي. دوی وايي، د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې څه باندې ۹۰۰ افغان هندوان او سېکان افغانستان څخه وتلي او اوس یې ډېر کمشمېر هېواد کې پاتې دي.

سيانان خبري شبکې خبر ورکړی چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال له ۱۴ نورو کسانو سره د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د دغه وزارت پر کارکوونکو د برید قربانیانو د فاتحې مراسمو کې وویل چې افغانستان کې د شته ستونزو عاملان «بهرنیان او یرغلګر» دي. بلهخوا سیاسي فعال جمعهخان پویا وايي، په افغانستان کې د حکومتونو یو فرهنګ دا دی چې تل د شته ستونزو پړه پر نورو وراچوي او سرچینه یې له بهره ګڼي.

داعش ډلې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پروني ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. داعش ډلې پورې اړوند اعماق اژانس پرون چهارشنبه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوې چاودنه دوی کړې ده. داعش ډلې د یاد برید موخه د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو د لیدنې ګډوډول و

د پنځو اسلامي هېوادونو دیني عالمان چې په يوه سفر افغانستان ته راغلي وايي، اسلامي امارت له دوی سره ژمنه کړې چې د نجونو د زده کړو لپاره به زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت ځواکونو کابل کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړي دي. د نوموړي په وینا، دغه عملیات بېګاه ناوخته چهارشنبه د مرغومې څوارلسمه د کابل اتمې حوزې اړوند د قلعهچې او شهدای صالحین سیمو کې شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې ناسته کې ویلي چې د پاکستان خلکو په ترهګرویزو بریدونو کې سخت اغېزمن شوي او دغه هېواد حق لري د ترهګرۍ پر وړاندې له ځان دفاع وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ملي امنیت شورا د ناستې او دې ناسته کې د نیول شوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان اوسنی وضعیت او ناامني د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو پایله ده. پخواني ولسمشر همداراز له پاکستان غوښتنه کړې چې له ناامنۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره دې خپلو وروستیو څو لسیزو پر سیاستونو ژور فکر وکړي او بدل دې یې کړي.

د پاکستان د دفاع وزارت خواجه محمداصف ویلي چې له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې خلاف د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
د پاکستان د دفاع وزیر له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پاکستان سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د دغه هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی چې ويلي يې و، د اړتيا پر مهال به افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځايونو بريدونه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله له «اکسپرېس ټي وي» سره د یوې مرکې پر مهال ویلي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټيټيپي (پاکستاني طا لبانو) پټنځایونه په نښه کړي. خو اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي،
افغانستان کې وسلهوالې ډلې نشتون نهلري او چا ته به ګواښ پېښ نهشي.

که څه هم تمه کېده چې په ۲۰۲۲ کال کې به د اسلامي امارت پر بیاواکمنېدو سره هېواد کې ترهګریزې پېښې د پام وړ کمې شي، خو دغه کال کې سلګونه کسانو په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول. د داعش ډلې خراسان څانګه په ۲۰۲۲ کال کې د هېواد په ډېری سیمو کې د شویو خونړیو بریدونو تر شاه وه.

تخار کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. سرچینې سلاموطندار ته ویلي، چاودنه نن چهارشنبه د مرغومې اوومه د تالقان ښار چوک مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي دي.