
د ایران په ځانمرګو بریدونو کې یوولس افغانان وژل شوي
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کرمان ولایت کې د دوو ورځو وړاندې ځانمرګو بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو په ډله کې یوولس افغانان هم شامل دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کرمان ولایت کې د دوو ورځو وړاندې ځانمرګو بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو په ډله کې یوولس افغانان هم شامل دي.

داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران د قدس سپاهپاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین پر مراسمو د پرون ورځې خونړيو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د کندهار والي او د ا.ا مشر ته نږدې کس محمدشیرین اخوند د چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري پاکستان ته تللی دی. که څه هم تر دې مخکې د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې ویلي و چې د اسلامي امارت دغه چارواکی به له پاکستاني چارواکو سره د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي پر موضوع خبرې وکړي، خو د دغه پلاوي تر سفر وروسته دا خبره تایید نهشوه او د د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لارې چارې او د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت ټینګښت د دغه سفر تر ټولو مهمې موخې وګڼل شوې.

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ا.ا سرپرست حکومت کې د کندهار والي شیرین اخوند به د مرغومي په دیارلسمه، د چهارشنبې ورځ دغه هېواد ته سفر وکړي.
دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي چې شیرین اخوند به پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) پر موضوع د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

له افغانستان څخه د نشهيي توکو قاچاق په اړه د اندېښنو په لړ کې د ایران یوه چارواکي له افغانستان څخه دغه هېواد ته د قاچاقېدونکو نشهيي توکو د کشف له ډېروالي اندېښنه ښودلې ده. د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر زیاته کړې چې له افغانستان څخه د نشهيي توکو کشف کې ۲۱سلنه ډېروالی راغلی دی.

د لوګر مرکز پلعالم ښار یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نظامیان ځانګړی یونېفورم نهلري او ډیر يې په شخصي جامو کې دنده کوي.
د دوی په وینا، په شخصي جامو کې د وسلو ګرځول د عام ولسونو اندېښنې ډېري کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) په یوه غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما وايي چې د دغه سازمان د امنیت شورا نن (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. یوناما لیکلي چې ټاکل شوې دا غونډه د نیویارک پر وخت لس بجې او د افغانستان پر وخت د ماښام په اووهنیمو بجو جوړه شي.

د تورخم کمیسار مولوي عصمتالله یعقوب وایي، پاکستان بېګاه ناوخته یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.
د نوموړي په وینا، د پاکستان نظامي مسوولانو بېګاه ناوخته غوښتل چې د تورخم دروازې ته څېرمه شل متره د افغانستان خوا ته د لوحې په پلمه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی یې د جوړېدو مخه نیولې ده.

څو شېبې مخکې په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین وسلهوال برید شوی، خو هغه له دغه برید څخه روغ وتلی دی. په چمن کې سیمه يیزو سرچینو سلام وطندار ته ویلي، منظور پښتین په چمن کې د پاسپورټ او ویزو خلاف روان پرلت غونډه کې له وینا وروسته د تربت په لوري روان و چې پر موټر یې ډزې شوې دي.

نړیوالو رسنیو د غزې تړانګې د روغتیايي چارواکو له قوله لیکلي چې اسراییلو په غزه کې د اوربند مودې له پای ته رسېدو راهیسې بریدونه پیل کړي او له کبله یې ۱۸۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۸۹ نور ټپیان دي. د غزې د روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې ډېری وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

د هرات امنیتي غونډې یوولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنې «دوشنبې» ښار کې پرانېستل شو. دا غونډه چې ټاکل شوې د سهشنبې او چهارشنبې په ورځو هم دوام وکړي، «افغانستان ته د بیاکتنې او متفاوتو کړنلارو» په نوم جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د ا.ا پر کړنلارې او د افغانستان په اړه د نړۍ پر چلن نیوکې وشوې.

د ټولییز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د مرکزي اسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق دوام په اړه اندېښنه ښودلې.
د یاد سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو غونډه پرون «جمعه د لیندۍ درېیمه» د بلاروس پلازمېنې مېنسک ښار کې جوړه شوې وه.

د اسراییلو او فلسطین ترمنځ له نږدې اوو اوونیو نښتو وروسته، نن د دواړو ترمنځ څلورورځنی اوربند پیل شو.
د الجزیرې خبري شبکې خبر ورکړی چې دغه اوربند نن (د نومبر څلېرویشتمه، د جمعې ورځ) سهار اووه بجې پیل شوی دی.

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو کس د دوه میلیونه او نهه سوه او ۵۰زره « ۲۹۵۰۰۰۰» پاکستانۍ کالدارو د غلا په تور نیولی دی. بلخوا هغه هلمندی سوداګر چې دغه کس ترې نږدې درې میلیونه کالدارې غلا کړې وې، وايي، دغه کس یې په شرکت کې کارګر و.

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه درې امنیتي کسان نیولي چې په خپلسري توګه یې د یوه ځوان د سر وېښتان او برېتونه قیچي کړي و. د امنيه قومنداني په خبرپاڼه کې ويل شوي له محاکمو پرته یاده کړنه غیرقانوني او خپلسري بللې او وايي چې هېچا ته به اجازه ورنهکړي، «څو د خلکو له حیثیت، وقار او انساني کرامت سره لوبې وکړي.»