
طالبانو د بلخ د دولتاباد ولسوالي د روغتون دروازه تړلې
د بلخ روغتیايي مسوولان وايي، طالبانو د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې د جګړې د دوام ترڅنګ، روغتیايي خدمتونه درولي دي.

د بلخ روغتیايي مسوولان وايي، طالبانو د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې د جګړې د دوام ترڅنګ، روغتیايي خدمتونه درولي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې ټاکل شوې د شپږنیمو بجو د غونډو/امنیتي تړون د وړاندیز له مخې د کابل د پولیسو تشکیل دوه برابره شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د مدنې ټولنې پر فعالانو، سیاسي شخصیتونو او د رسنیو پر کارکوونکيو هدفي بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی. ولسمشر ويلي، دغه هدفي بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د ډیموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د غزني د ولایتي شورا غړی حسنرضا یوسفي وایي، تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې له غزني ښار نه ولسوالۍ ته پر لاره وو، قرهباغ ولسوالۍ کې د وسلهلرونکیو کسانو له لوري چې ځانونه يې طالبان معرفي کړي، له موټره کته کړي او نامعلوم ځای ته بيولي دي.
یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې هم د قرهباغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په لار کې له موټره کته شوي او تښتول شوي دي چې تر اوسه يې درک نشته.

کاپیسا کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د دغه ولایت د ملي امنیت او پولیسو ګډو ځواکونو په نظامي عملیاتو کې د فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور وژلو په تور څلور کسان نیولي دي.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۱مې کالیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، که ولسمشر محمد اشرف غني نهشي کولی هېواد اداره کړي، سیاسي واک دې دفاع وزارت او پوځ ته وسپاري، ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې رښتينې مبارزه وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د ملکي وګړيو او په ځانګړي ډول د هېواد د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانو چې په دې وروستیو کې د ترهګريزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي، پيدا او سزا ورکړل شي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر امنيتي او دفاعي ارګانونو ته د لا ښه…

امنیتي چارواکي وايي، کابل ښار کې نن سهار د چسپکي ماينونو ۳ چاودنې شوي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنې د کابل ښار په اتمه، شپږمه او درېیمه امنیتي حوزو کې شوي چې له کبله يې ۲ پولیسان وژل شوي او د دوه ښځينه پوليسو په ګډون ۳ کسان نور ټپيان دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، هدفي وژنې او ترورونه د سولې پروسه ګواښي او باید ودرول شي. نوموړي تازه پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې افغانان سوله غواړي. د نوموړي په وینا، اوربند او سیاسي هوکړه بیړنۍ هوکړې ته اړتیا لري.

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع او په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې مسوولان وايي، د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې ۲۳ فعالان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په یاده موده کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو ته د ۵۴ سختو ګواښونو شاهدان وو چې له ډلې یې د ۱۷ هغو قضیو د څېړلو په برخه کې یې لازمه مرسته ورسره کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر وايي، پر خبریالانو برید جنګي جنایت دی او امنیتي ادارې باید د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
نوموړي نن د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي امنیت له عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت نه وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند ژغورلو لپاره پر ځانګړو طرحو کار وکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور وايي، که په هېواد کې روان ناسم امنیتي وضعیت ښه نه شي، دویم مقاومت به جوړ کړي. نوموړي چې په بلخ کې د رهنورد زریاب په یادغونډه کې خبرې کولې وویل، د هېواد وضعیت ناسم لوري ته روان دی او بهرني جنګیالي په ټولو شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

ناپېژنده وسلهوالو نن سهار د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس محمدیوسف رشید په کابل کې وواژه. د محمدیوسف رشید ورور عبدالباقي رشید د هغه وژل کېدل تاییدوي.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، ناپېژنده وسلهوالو نن سهار ۸:۴۵ دقیقې د کابل ښار د اوونې امنیتي حوزې اړوند په «تڼيکوټ» سیمه کې پر رشید برید کړی چې له کبله یې یوسف رشید وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي دی.

یوه پخواني جهادي قوماندان محمداسماعيل خان نن د سولې روانې پروسې په اړه یوې خبري غونډې ته ویلي، که د سولې خبرې بېپایلې شي، اجازه به ور نه کړي چې د هېواد وضعیت خراب شي او په وینا یې، د وضعیت مهارولو لپاره به خپله لاس پهکار شي.

ناپېژنده وسلهوالو تیره ورځ له غرمې وروسته په غزني کې د خبریالانو ټولنې مشر، د الجزیرې او اسوشیټېد پرېس خبریال رحمتالله نېکزاد خپل کور ته نږدې وواژه.

د فاریاب محلي مسوولان وايي، وسلهوالو طالبانو بېګاه شاوخوا لس بجې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغه ولایت په دولتاباد ولسوالي کې چاودلی او بیا یې د امنیتي ځواکونو پر پوستې ډلهييز برید کړی دی.