Asset 1SWN

سلام وطندار

د فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور وژلو په تور څلور کسان نیول شوي

127796838_1083520895433657_7068724200768102353_n-165x165

کاپیسا کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د دغه ولایت د ملي امنیت او پولیسو ګډو ځواکونو په نظامي عملیاتو کې د فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور وژلو په تور څلور کسان نیولي دي.

د سرچینې په وینا، یاد عملیات پرون ماسپښین د کاپیسا د کوهستان ولسوالي د لومړۍ برخې په «ده‌نو» سیمه کې شوي او په وینا یې، نیول شوي کسان د پوښتنو ګروېګنو لپاره د ملي امنیت ریاست ته بیول شوي او د لا څېړنو لپاره یې هویت پټ ساتل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم پرون اعلان وکړ چې د کوهستانۍ او د هغې د ورور وژلو په تړاو یې ۲ کسان نیولي دي.

د ښځو برخې د حقونو او مدني فعاله فرشته کوهستانۍ د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ناپېژنده وسله‌والو له لوري چې پر موټرسایکل سپاره وو، د کوهستان ولسوالي د لومړۍ برخې په «ده‌نو» سیمه کې له خپل ورور سره یوځای ووژل شوه چې د هېواد او نړۍ په کچه یې توند غبرګونونه راوپارول.

ولسمشر محمداشرف غني پرون امنیتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د سیاسي او مدني فعالانو، خبریالانو او ملکیانو ترورونکي او قاتلان ونیسي او سزا ورکړي.

تراوسه کوم چا یا ډلې د فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور وژلو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام