په بغلان او بلخ کې ۱۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې نوریه حمیدي وايي، د دغه ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه بېګاه پیل شوي وو او د نن تر سهاره یې دوام وکړ. هغه زیاتوي، په نښتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون، ۹ پولیس ټپیان شوي او څلور ټانګونه یې هم له منځه تللي دي.

جګړې په میدان وردګ کې ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي او مرکز میدان ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له کبله شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز ميدانښار له کوټه‌عاشرو، چهارکلا، شهيدانو، بُسراق، چاريکه او جلرېز ولسوالي نه شاوخوا ١٢٠٠ کورنیو د چاڼیزو عملیاتو او نښتو له امله خپلې مېنې پرېښې او ميدانښار یا کابل ته کډه شوې دي.

له طالبانو د ملکیانو خوندیتوب ډلې غوښتنه؛ په روژه کې اوربند وکړئ

هرات چې مخکې د هېواد د امن ولایتونو له ډلې یو و، خو اوس د نورو په څېر د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی.
د هرات د ملکیانو خوندیتوب ډلې نن له یوشمېر مدني ټولنو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال په دغه ولایت کې د طالب ډلې د بریدونو زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د تېر کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۷۳ ملکیان یوازې په هرات کې وژل شوي دي.

صالح: اوربند او د سولې حکومت جوړېدل د استانبول غونډې اجندا کې شامل دي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د استانبول غونډې لپاره چې ښايي په روانه اوونۍ کې جوړه شي، درې اجنداوې په پام کې نیول شوې دي.
نوموړي دا څرګندونې نن په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې چې زرګونو کسانو په‌کې ګډون کړی و، کړې دي. د هغه په خبره، پر ارزښتونو هوکړه، اوربند او د سولې حکومت جوړېدل د استانبول غونډې په اجندا کې شامل دي.

پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوه میاشت کې ۱۶ کسان ترور شوي

که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسله‌والو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي.

لوګر کې ۵۰ سلنه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو ناامنیو او ځینو کلتوري ستونزو له امله د مرکز پل‌علم په ګډون، په بره‌کي برک، خوښۍ، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې ۵۰ سلنه نجونې له لیک او لوست څخه بې‌برخې شوې دي. د هغه په وینا، له زده‌کړو ډېری بې‌برخې شوې نجونې له لومړنۍ دورې پورته دي او د لوګر د پوهنې ریاست هڅه کوي چې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته یې ستونزې هوارې کړي.

د پاکستاني پلاوي الوتکه د کابل پر ځای، اسلام‌اباد کې ښکته شوې

په داسې حال کې چې د ولسې جرګې رییس او د دې جرګې یوشمېر غړي د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په مشري یوه پلاوي ته د هرکلي په موخه د حامد کرزي هوایي ډګر ته ورغلي وو، خو د پلاوي الوتکه په یاد هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزې له کبله بېرته ګرځېدلې ده.

د اوبو بندونو ساتنه؛ د طالبانو په ۱۱۸ بریدونو کې ۸۰ سرتېري وژل شوي

په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د اوبو پر بندونو د طالبانو په ۱۱۸ بریدونو کې لږترلږه ۸۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.
په ملي امنیت شورا کې د یوې سرچینې له لوري سلام‌وطندار ته د رسېدلیو معلوماتو له مخې، په یادو بندونو کې د شاه‌ و عروس، په پکتیا کې د مچلغو، په هرات کې د سلما او پاشدان، په هلمند کې د کجکي او ګرشک او په فاریاب کې د هندرې بندونه شامل دي.

امرالله صالح: د یما سیاوش د قتل په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، په پخواني خبریال یما سیاوش د برید په تړاو کابل کې یوه ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې ده.

صالح لیکلي، د کابل پولیسو د دغې ډلې د ماینونو یوه زېرمه هم کشف کړې او نیول شوي کسان د طالبانو غړي دي چې مخامخ د یما سیاوش په وژلو کې ښکېل دي.

ننګرهار کې چاودنې ۲ ملکيان وژلي او ۱۸ کسان يې ټپيان کړي

ننګرهار کې یوې حکومتي سرچینې وویل، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال‌اباد ښار دویمه ناحیه کې «لغمان‌هډې» سره نږدې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې ۲ ملکي وګړي په کې وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان دي.

سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وويل، ماین یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و او داسې…

افغانستان کې وروستنی يهود هم اسراييلو ته ځي

په افغانستان کې يوازيني پاتې شوي يهود زبولن سمنټف ويلي، اسراییلو ته له دې وېرې ځي چې که چېرې امريکايي سرتېرې له افغانستانه ووځي، نو يوه تشه پيدا کېږي چې د طالبانو په څېر افراطي ډله به يې ډکه کړي.

سمنټف په کابل کې د یهوديانو د عبادت ځای یوازینی ساتونکی دی چې عرب نیوز ته يې ويلي، له ​​اسراییلو به  د افغانستان اوضاع د ټلویزیون له لارې څاري ترڅو پوه شي چې دلته څه تېرېږي.

له طالبانو د نی غوښتنه؛ د خبریالانو له وژنو لاس واخلئ!

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی وايي، د خبریالانو او د رسنیو نورو فعالانو وژل جنګي جنایت دی او باید ودرول شي.

نی نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو غوښتي چې پر ملکیانو، په تېره خبریالانو او د رسنیو فعالانو له هدف ګرځولو لاس واخلي. دغې ادارې د بشري حقونو د څار سازمان د هغې خبرپاڼې هم هرکلی کړی چې د طالبانو له لوري پر خبریالانو، د رسنیو او بشر حقونو فعالانو هدفي بریدونه په‌کې غندل شوي دي.

تادین خان استعفا کړې

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان استعفا کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، د نوموړي استعفالیک درې میاشتې مخکې وړاندې شوې وه، خو د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدمسعود اندرابي ورسره مخالفت کړی و.

«د استانبول ناستې پر اجنډا، ګډونوالو او نېټې لا هوکړه نه‌ده شوې»

د ولسمشر د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د استانبول ناستې د اجنډا، د ګډون‌والو او د يادې ناستې له مهال‌وېشه خبر دي؛ خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه هوکړه نه ده شوې.

د محب په وینا، د قطر په دوحه کې د حکومت مذاکراټي ټيم له طالب او د امريکا له استازيو…

د غور تيوره ولسوالۍ د سقوط په درشل کې

د غور د تيورې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او امنیتي مسوولان دغې ولسوالۍ کې ترینګلي امنیتي وضعیت او یو په بل پسې د ځینو سیمو او د امنیتي پوستو سقوط څخه اندېښنه ښيي او وايي، که چېرې دولت ورته جدي پام ونه کړي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، طالبانو خپل غوځښتونه زیات کړي او له هوايي ځواکه غواړي چې په اړه يې بېړنی ګام پورته کړي.

هلمند کې ماين چاودنې ۵ ملکيان وژلي

د هلمند محلي مسوولان وايي، په دې ولايت کې د ماین چاودنې له کبله ۵ ملکيان وژل شوي دي. د ياد ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي، دغه پېښه نن سهار د مرکز لښکرګاه ښار کې هغه مهال شوې کله چې د ملکيانو يو موټر د سړک غاړې پر ماين وربرابر شو.

د ځواک په وينا، په دې پېښه کې ۵ ملکي کسان وژل شوي دي.