د سلام‌وطندار سروې؛ له هرو څلورو ښځو درې یې تاوتریخوالي سره مخ دي

 د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

افغانستان کې د ناچاودو توکو چاودنې؛ اته میاشتو کې ۲۱۳ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، سږ کال په افغانستان کې د ناچاودو ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنو کې اوښتې مرګ‌ژوبله د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده. د دوی په وینا، په تېرو ۸ میاشتو کې د دغو ماینونو د چاودنو له کبله ۲۱۳ افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

عباس ستانکزی: ګاونډیان دې له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزی ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې نه کارېږي، خو زیاتوي چې ګاونډیان دې هم له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي. هغه له ا.ا څخه هم غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د ګډو پولو امنیت خوندي کړي.

متقي: د پاکستاني چارواکو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ منځګړتوب پایله نه لرله

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن ملت ته د دولت حساب‌ ورکولو په غونډه کې وویل، دوی په پاکستان کې د سولې راتلو په موخه څو ځله د دغه هېواد د چارواکو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ منګړتوب کړی، خو په خبره یې، دغو هڅو د پاکستان په کابینه کې د بدلون راتلو له کبله پایلې نه‌دي لرلي.

دفاع وزارت: د افغانستان شاوخوا ۶۰ چورلکې لاهم ګاونډيو هېوادونو کې دي

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې لا هم د یاد وزارت اړوند ۶۰ چورلکې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې دي او دوی ته نه دي سپارل شوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د یاد وزارت د تېر کال کلني راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.

خیرخواه: نظام د افغان ولس پر ملاتړ مخکې روان دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي چې اوسنی حکومت د افغان ولس پر ملاتړ مخکې روان دی.

نوموړي نن سه‌شنبه کابل کې پر افغانستان د ا.ا د بیاواکمنېدو په اړه جوړې شوې غونډې پرمهال وویل چې ځینې کړۍ له هېواده بهر د نظام پر ضد تبلیغات کوي، خو په وینا یې، اوسنی حکومت د خلکو په ملاتړه سره وړاندې روانې دی.

خوست کې چاودنه؛ تر اوسه درې مړي او اووه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي

د خوست د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د دغه ولایت د مرکز خوست ښار اړوند سپین جومات ته نږدې په یوه هوټل کې چاودنه شوې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې چاودنه کې څو وزیرستاني کډوالو او خوستیاتو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.