
طالبانو په فاریاب کې د محلي اردو ۸ ماشومان یرغمل کړي
د فاریاب په ګرزیوان ولسوالي کې محلي سرچینې وايي چې د طالبانو یوه قوماندان د دغې ولسوالي د محلي اردو د سرتېرو ۸ ماشومان یرغمل کړي دي.

د فاریاب په ګرزیوان ولسوالي کې محلي سرچینې وايي چې د طالبانو یوه قوماندان د دغې ولسوالي د محلي اردو د سرتېرو ۸ ماشومان یرغمل کړي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې به چې راتلونکې میاشت جوړېږي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو یا ترې د وتلو پرېکړه وکړي.
سټولټنبرګ روان میلادي کال په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور په برخه کې د دغه سازمان لپاره مهم یادوي او وايي، د ناټو د دفاع وزیران به په فبروري میاشت کې په دې اړه پرېکړه وکړي.

د کندوز محلي مسوولان مني چې په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې دوه پولیس او ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي سلاموطندار ته ویلي چې طالب جنګیالیو بېګاه شاوخوا ۱۰ بجې د کندوز ښار ختیځ ته د چرخاب سیمې په «سر حوض» برخه کې پر یوې پوستې برید کړی دی.

د عبدالرووف کورنۍ حکومت ته د خپل ۹ کلن ماشوم د خوشې کولو لپاره د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، په بلخ کې د یوناما دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راغلې او دولت ته خبرداری ورکوي، که دغه ماشوم په څو ورځو کې د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشې نه کړي، دوی به لاهه محکمې ته شکایت وکړي.

د بدخشان محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالي د پوهنې امر له طالبانو سره یوځای شوی دی.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي جاوېد راغي سلاموطندار ته ویلي چې د یاوان ولسوالي د پوهنې امر وليالله الهي وسله اخیستې او له طالب ډلې سره یوځای شوی دی.

د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې د دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ته ورکړل شي.
پکتيا کې د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت او ښځينه فعالې زرمينې وويل چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي چې په جګړه کې يې قرباني ورکړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو شمېر سیاستوالو او حکومتي مشرانو سره لیدنه کې جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف ته ویلي چې ولسمشر او ځینې نورو سیاستوالو سره د واک لېږد په اړه خبرې وکړي.
ځینو راپورنو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره د لېدو پرمهال له هغه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر ځینو پټو مسایلو خبرې کړې دي.

ولسي جرګې نن د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو لپاره طرحه تصویب کړه. دغه طرحه د يادې جرګې د ۳۰ وکيلانو له لوري وړانديز شوې وه.
د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني وویل، د ولسي استازو د وړاندې شوې طرحې له مخې دې، د مامورینو، ښوونکيو، متقاعدینو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو یو شان کولو لپاره، له ۹۱ او ۹۲ کودونو، انټياې، سوپرسکېل او سيبيار معاشونو څخه استفاده وشي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې کابل ښار کې به له ۱۰۰ میلیونه ډېرو امریکايي ډالرو په ارزښت امنیتي کمرې ولګول شي.
نوموړي نن پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د دغو کمرو د لګولو پروګرام د افغان دولت د متحدانو د غوڅ ملاتړ په مرسته عملي کېږي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د هېواد اساسي قانون له یو لړ نیمګړتیاوو سره مخ دی او باید پرې بیا کتنه وشي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې «د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اوولسم کال» په نمانځغونډه کې وويل، اساسي قانون په هېواد کې د سیاسي نظام د ژوندي پاتې کېدو او ولسواکۍ عامل دی او د اساسي قانون له خوندي ساتلو پرته، د وروستیو څو کلونو لاسته راوړنې به د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې دوحې ته د مذاکرهکوونکي پلاوي ستنېدو څخه هرکلی کړی او ویلي يې دي، په چټکه توګه د دوه افغان ټیمونو ترمنځ د خبرو پیل ته په تمه دي.
له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره ډېرې مهمې دي.

د ملي پخلاينې عالي شورا وايي، د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي او دواړو لوريو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د دويم پړاو په اړه بحث کړی دی.
د ملي پخلاينې له عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ليدنه چې نن سهار په سپېدار ماڼۍ کې شوې عبدالله عبدالله…

په غزني کې محلي او امنیتي سرچینې وايي، طالبانو د خپل نفوذي کس په وسیله بېګاه د دغه ولایت د مرکز اړوند په «توحیداباد» سیمه کې د ملي اردو د یوې پوستې ۷ سرتېري وژلي دي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه پلاوي غړي د دولت له مشرتابه، د ملي روغې جوړې شورا له غړیو، د ملي شورا له رییسانو او غړیو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو او د ټولنې له نورو وګړو سره تر سلا مشورې وروسته نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره بېرته دوحې ته ولاړل.

د ولسي جرګې غړو د ناامنیو او هدفي وژنو زیاتېدو په غبرګون کې نن د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس او د دفاع وزیر جرګې ته ورغوښتي وو، خو د دفاع وزیر دغې غونډې ته نه و ورغلی. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې نن د ولسي استازو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپار ولسي جرګې ته ورغلی و وویل، طالبان د راتلونکي کال جګړې لپاره پر بشپړ چمتووالي لګیا دي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره قطر ته ولاړ شي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، ټاکل شوې یاد پلاوی په قوي احتمال سبا د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.