ګوترېش: ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

امیري: اسلامي هېوادونه دې د افغانستان اسلامي امارت بشري حقونو ته متوجه کړي

د افغانستان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، لومړي ګام کې دې اسلامي هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت د بشري حقونو درناوي او کار او زده‌کړو ته د افغان ښځو او نجونو اجازه ورکولو ته متوجه کړي.

پاکستان ډیورنډ کرښې ته نږدې د سخت‌دریځو ډلو پر وړاندې عملیات زیات کړي

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغانستان خاورې ته نږدې د ډیورنډ  فرضي کرښې ته څېرمه د دغه هېواد د سخت‌دریځو او بېل‌تون‌پاله ډلو پر وړاندې پوځي عملیات زیات کړي دي. رویټرز د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د سخت‌دریځو بریدونه ډېر شوي دي.

د زابلي ماشوم د ژغورنې د عملیاتو پای؛ څاه څخه یې مړی راواېستل شو

باختر خبري اژانس ویلي چې عملیاتي ځواکونو او روغتیايي ډله بریالۍ شوې چې زابل کې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم راوباسي، خو د دې اژانس په وینا، یاد ماشوم د تنفسي ستونزو له امله ساه ورکړې ده.

په زابل کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت وايي، یاد ماشوم په څاه کې دننه ساه ورکړې وه.

بلخ کې ۶۰ سلنه کارخونې غیر فعالې شوې دي

د بلخ ولایت یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو د پنجشنبې په ورځ  خبري غونډه کې د امریکا د ولسمشر پر هغه اجرایوي فرمان نیوکه وکړه چې امریکا غواړي د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو څخه نیمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړي. هغوی د بایډن دغه پرېکړه بشري ضد او غیر قانوني عمل بولي.

وسله‌والو ډلو ته د خلکو د جذب اندېښنې؛ شنونکي: حکومت دې یې مخه ونیسي

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې حضور په تړاوو راپور خپور کړی دی. د پنټاګون په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان لپاره د داعش خراسان او نورې وسله‌والې ډلې په دې هڅه کې دي، څو د اسلامي امارت ناراضه کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.

ګوترېش: د افغانستان ملاتړ د ملګرو‌ملتونو او ټولیز امنیت د تړون سازمان لومړیتوب دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتیرېش وايي چې له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستان څخه ملاتړ د ملګرو ملتونو او د ټولیز امنیت د تړون سازمان د همکاربو په لومړیتوبونو کې ځای لري. نوموړي زیاته کړې، اقتصادي ستونزې، د وزګارتیا ډېرېدل او د انساني ناورین رامنځته کېدل، ناهیلۍ ته لمن وهي او افراط‌ګرايي او ترهګرۍ ته وده ورکوي.

د بایډن وروستۍ پرېکړه؛ صرافان د «افغانۍ» ارزښت ټیټېدو ته اندېښمن دي

د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د وروستۍ پرېکړې په اړه د اندېښنو په لړ کې یوشمېر افغان صرافان وايي، په راتلونکې کې د افغانیو ارزښت ټيټوالي ته اندېښمن دي. د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وايي، دا پرېکړه د افغانیو د ارزښت ټيټوالي لامل کېږي او امریکا باید پرې بیاکتنه وکړي.

ټام وېسټ: اسلامي امارت هغه تېروتنه کوي چې امریکا په ۲۰۰۱ کې وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام ‌وېسټ وايي، اسلامي امارت هغه تېروتنه تکراروي چې د امریکا متحده‌ ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې وکړه او اسلامي امارت ته یې په واک کې د ګډون زمینه برابره نه‌کړه. نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې له یوه داسې حکومت څخه ملاتړ کوي چې دغه هېواد او ملګري یې ونه ګواښي.