
سرچینه: د ا.ا استخباراتو د طلوع ټلوېزیون رييس، وياند او د حقوقي برخې مسوول نيولي
سلاموطندار ته په طلوع نیوز کې يوې باوري سرچينې تاييد کړه چې د اسلامي امارت استخباراتو يې درې همکاران نامعلوم ځاى ته بيولي دي.

سلاموطندار ته په طلوع نیوز کې يوې باوري سرچينې تاييد کړه چې د اسلامي امارت استخباراتو يې درې همکاران نامعلوم ځاى ته بيولي دي.

د خبریالانو ورځې له رارسېدو سره هم مهاله، د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په ۱۴۰۰ کال کې د رسنیو فعالیت څرنګوالي په اړه د خپلې ټول پوښتنې پایلې خپرې کړې.

په کندهار کې نن پنجشنبه د بېنوا لوړو زدهکړو موسسې څخه ۱۹۳ نجونې او هلکان د انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو څخه فارغ شول.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن د دغه بنسټ د تېرو ۶ میاشتو لاسته راوړنو د وړاندې کولو پرمهال وویل، یاده موده کې یې کابل ښار او ولسوالیو کې ۲ زره او ۱۸۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې پهکې ځینې مشهور مجرمین هم شامل دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریال ملي ورځې په ویاړ د څه باندې ۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له ډلې ۲۰ هغه په بېلابېلو کټګوریو کې د کال د غوره خبریال او د رسنیو کارکوونکو په توګه ونومول چې د یوې رقابتي پروسې له لارې یې نوملیکنه کړې وه او پهکې بریالي شوي وو.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند ګایو فنګ ویلي چې یاد هېواد به له روسیې او اوکراین سره خپلو عادي سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ له افغان شخصیتونو سره د اړیکې او بېرته راستنېدو کمېسیون د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت له پرېکړې هرکلی کړی دی. برانټ نن پنجشنبه سهار پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که چېرته د اسلامي امارت دغه پېکړه رښتیا وي، نو دا به د راتلونکي ټولګډونه حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور لار اسانه کړي.

د افغانستان او اوکراین یوشمېر ښځو په یوې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ښځو، سولې او امنیتي وضعیت ته پام وکړي.

د هند د خصوصي سکټور یوه سوداګر په لومړي ځل د پاکستان او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د بار وړونکو موټرو پرمټ ازبکستان ته خپل سوداګریز توکي صادر کړي دي. په ورته مهال پاکستاني چارواکي ویلي چې دا تجارتي معامله په بشپړ ډول په خصوصي ډول ترتیب شوې او د هېڅ هېواد حکومت په کې دخیل نه دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امريکا د متحدو ایالاتو په مرکز واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت او د نیویارک او لاس انجلس په ښارونو کې یې قونسلګرۍ وتړل شوې.

د افغانستان مرکزي بانک نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت کمېدو لپاره، د افغانستان بانک غواړي سبا د داوطلبۍ په په ترڅ کې شاوخوا (۱۲) میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې، نن د خبریالانو د وضعیت په اړه د خپل یو کلن ګډ رپوټ د وړاندې پرمهال وویل، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د دواړو بنسټونو غړیو وویل، که څه هم د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوي، خو پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ویلي، ټاکل شوې د راتلونکې سېشنبې او چهارشنبې پر ورځو د افغانستان د سیاسي ستونزو په تړاو په دغه هېواد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه جوړه شي. د چارو ځینې شنونکي افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه ګټوره بولي، خو وایي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو سره مرسته نهشي کولی.

د اسلامي امارت کابینې نن په خپله ناسته کې هېواد ته د افغانستان د شخصیتونو د رابللو په موخه د اړیکو او راستنولو کمېسیون د جوړېدو طرحه تصویب کړه.
د اسلامي امارت د کابینې ناسته نن چهارشنبه د اسلامي امارت د رییسالوزرا محمدحسن اخوند په مشري ترسره شوه.

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مککنزي خبرداری ورکړی چې راتلونکی اوړی به افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت زیات شي. هغه ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت دغه هېواد کې د داعش ځپلو لپاره خپلو هڅو کې ماته خوري او ښايي د اوړي په را نژدې کېدو سره، د داعش بریدونه زیات شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د سهشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې له سختې لوږې سره د مخامخ وګړو شمېر ۲۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دغه شمېر د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې ۱۴ میلیونو ته رسېده.