د ١٦ هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانې: ا.ا دې د نجونو ښوونځيو د تړلو پر پرېکړې بياکتنه وکړي

د البانیا، اندورا، استرالیا، بلجیم، بوسنیي او هرزګوین، کاناډا، استوني، المان، ایسلنډ، کوزوو، مالاوي، مغولستان، نیوزلنډ، سویډن، تونګا او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانې نن په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده‌کوونکو د تړلو په غبرګون کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه غونډه جوړوي

د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اسلامي امارت د دې پرېکړې په اړه غونډه جوړوي.  په ملګرو ملتونو کې د ناروې دایمي استازولي نن سهار په ټویټر کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه‌ زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل پاتېدو په اړه بحث وکړي.

غربي هېوادونه: اسلامي امارت دې د نجونو ښوونځيو په اړه پرېکړه ژر بېرته واخلي

امریکا او لویدیځو متحدینو یې د نجونو لپاره د منځني او عالي ښوونځیو د نه پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت پریکړه غندلې ده. د امريکا، کاناډا، فرانسې، ايټاليا، ناروې، بريټانيا او اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي د اسلامي امارت دغه اقدام د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې سره د دوی د کړیو ضمانتونو خلاف ګام وو. دوی خبرداری ورکړی چې اسلامِ امارت دي خپله پرېکړه دې ژر تر ژره بدله کړي.

چین د افغانستان د کانونو استخراج او انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه کوي

د رییس‌الوزرا د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر سلام‌وطندار ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي نن کابل ته سفر کړی او ملا عبدالغني برادر سره یې لیدلي. دغه لیدنه کې ملا برادر چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو ډاډ روکړی چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

غزني کې د درملو له لوړو بیو څخه د یاد ولایت د اوسېدونکو شکایت

هېواد کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو سره، یو‌شمېر ولایتونو کې د درملو بیې لوړې شوي چې په اړه یې د خلکو شکایتونه زیات شوي دي. د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستۍ یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ځینو درملو بیې دوه تر درې برابره لوړې شوي دي.

کندهار کې د کابینې ناسته او چارواکو ته د هبت‌الله اخند‌زاده لارښوونې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده ناسته کې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د سرپرست حکومت وزیرانو او مسوولانو ته د ادارو کارونو او د اسلامي امارت د پیاوړتیا سربېره، د نظم راوستلو او ستونزو هواري په برخه کې اړینې توصیې او لارښوونې کړې دي.

د نجونو ښوونځیو تړل پاتې‌کېدو ته د قطر او ملګروملتونو غبرګونونه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نجونو ښوونځيو د تړل پاتې‌کېدو په غبرګون کې یوه خبرپاڼه خپره کړې ده. په خبرپاڼه کې دغه هېواد د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو د پرانستلو نېټې ځنډولو په اړه خپله خواشیني او ناهیلي څرګنده کړې ده.

بلنکېن ا.ا ته: د نجونو ښوونځيو نه پرانسته به مو نړۍ سره اړیکې زیانمنې کړي

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدو پرېکړې ته د غبرګونونو پر دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که چېرته دغه پرېکړه ژر تر ژر لغوه نه‌شي، له نړۍ سره به د اسلامي امارت اړیکې زیان وویني. نوموړي ټينګار کړی چې د افغان نجونو او د دوی له کورنیو سره څنګ په څنګ ولاړ دی.

د نجونو ښوونځیو تړل پاتېدو ته غبرګونونه؛ وېسټ: دا له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره  خیانت دی

د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو او لېسو د تړل پاتېدو په اړه د اسلامي امارت د پرېکړې په اړه د منفي غبرګونونو په دوام، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ دغه پرېکړه له افغانانو او نړيوالې ټولنې سره خيانت بللى دى او ویلي چې دا افغانستان او نړېوالې ټولنې سره د شوي ژمنې خلاف وو.

کندهار کې د ا.ا د مشرتابه غونډه؛ د ملي بیرغ او کابینې پر څرنګوالي خبرې روانې دي

له تېرو دوو ورځو راهیسې ځینو  راپورونو کې ویل کېږي چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت‌الله اخند په مشري کندهار کې د امارت د چارواکیو ترمنځ غونډه روانه ده. د اسلامي امارت پخواني چارواکي سید اکبراغا کندهار کې د دغې غونډې جوړېدل تاییدوي، خو د امارت د چارواکیو ترمنځ کورني اختلافات بې‌‌بنسټه بولي.

د امریکا سفارت: د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل کېدل «ناهیلې کوونکې» ده

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرست یان مک‌کري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو نه پرانستل کېدل «ډېره ناهیلې کوونکې» بللې ده. نوموړي نن پر خپل ټویټرپاڼه د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو  د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو  په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

له شپږم پورته ټولګيو نجونې زده‌کوونکې له ښوونځي راوګرځول شوې

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نجونو ټول «منځني او لېسې» ښوونځي به د یاد وزارت تر بلې خبرتیا پورې تړلي پاتې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو خبر ورکړی و.