ګوټرېش: د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل افغانستان ته زیان رسوي

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه اقدام د بشر حقونو نقض دی چې ټول هېواد ترې زیان ویني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ، ماشومانو له لوږې او ټولنه له بې‌وزلۍ ژغورلی شي.

د هرات په شیعه مېشتې سیمه کې چاودنه؛ په ترڅ کې یې۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي سلام‌وطندار ته وویل، په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. په همدې حال کې باختر خبري اژانس اعلان کړی چې د هرات په نهمه ناحیه کې د چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

امریکا: ا.ا دې د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل‌کېدو پرېکړه بېرته واخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل‌کېدو پرېکړه بېرته واخلي. دغه وزارت تازه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌‌کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د پاکستان کورنی کړکېچ؛ شیخ رشید احمد: د عمران‌خان ماتې نه منم

په داسې حال کې چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبه د پاکستان پارلمان د دغه هېواد لومړي وزیر عمران‌خان ته په واک کې د پاتې کېدو او یا هم له واک څخه د ګوښه کېدو لپاره رایې وکاروي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د لومړي وزیر ماتې نه مني او ترڅنګ یې ولاړ دی.

ا.ا باید د ښځو حقونو او ماشومانو د زده‌کړو تضمین لپاره اړین ګامونه واخلي

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

 دغه ناسته د تېرې چهارشنبې او پنچ‌شنبې پر ورځو د ایران، چین، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د قطر او اندونیزیا د استازیو په ګډون جوړه شوې وه.

جېنوا کې د افغانستان په اړه ناسته؛ ۲.۴ میلیارده ډالر راټول شوي

افغانستان ته د مرستو راټولولو په موخه په سویس کې د ملګرو ملتونو، انګلستان، المان او قطر په کوربه‌توب په جوړې شوې ناسته کې افغانانو سره د مرستې لپاره ۲.۴ میلیارده ډالر راټول شوي دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو او د افغانستان د شتمنیو پر ازادولو د امریکایي پلاوي ټینګار

د امریکاي ښځو د سولې او ښوونې او روزنې پلاوی چې تېره اوونۍ افغانستان ته راغلی و، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د خپلو فعالیتونو پایلې له رسنیو سره شریکې کړې. ددغه پلاوي غړو ټینګار وکړ چې ژر تر ژره باید په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

د نجونو ښوونځیو تړل کېدو غزني کې له شپږم ټولګي ښکته زده‌کوونکو روحیه کمزورې کړې

د اسلامي امارت له لوري په ټول هېواد کې د منځتۍ او عالي دورې د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې‌کېدو پرېکړې په غزني کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړو لپاره د نجونو زده‌کوونکو روحیه کمزورې کړې ده.

چین کې د افغانستان په اړه ناسته؛ متقي د سیمې هېوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې نوي افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي. هغه وویل، افغان حکومت ژمن دی چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووایي او هڅه کوی سیاسي جوړښت لا ټول‌ګډونه شي.

کندهار کې زده‌کوونکې: ا.ا دې له شپږم پورته ټولګیو ښوونځي پرانیزي

کندهار کې نجونې زده‌کوونکې وایي، د زده‌کړو اجازه دې ورکړل شي او نور باید د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندې پاتې نه شي. دوی د اسلامي امارت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتې‌کېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، نجونې د تعلیم حق لري او اړتیا ده چې زده‌کړې وکړي.

د چین ولسمشر: باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی

د چین ولسمشر شي‌جین پینګ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې وویل، دغه هېواد کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی. هغه ویلي، بېجينګ د افغانستان حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى لري او دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ د هڅو ملاتړ ته ژمن دى.

د مدني ټولنو استازو د مدني فعالیتونو د ملاتړ او پیاوړتیا غوښتنه وکړه

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مدني ټولنو استازو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د خلکو د ستونزو د مشخصولو او راټولولو لپاره غونډه جوړه کړه. هغوی وایي، په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به د ولایتونو په کچه د خلکو ستونزې په نښه او د دې ستونزو د حل لپاره به حکومتي چارواکو سره خبرې وشي.