
روزګان کې د شخصي دښمنۍ له امله درې کسان وژل شوي
په روزګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله درې کسان وژل شوي دي.

په روزګان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له امله درې کسان وژل شوي دي.

د کندوز يو شمېر کروندګر په دغه ولايت کې د هندواڼو له ټيټې بيې څخه شکايت کوي او وايي چې د بهرنيو هېوادونو د هندواڼو د واردولو له امله دغه مېوه په ټيټه بيه پلوري. دوی له حکومت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د هندواڼو بیې کنټرول کړي.

افغانستان کې نن د لومړي ځل لپاره د سارک خبریالانو د ټولنې څانګه پرانېستل شوه. دې ټولنې په نورو غړیو هېوادونو کې هم خپلې څانګې جوړې کړي او افغانستان کې هم خپل فعالیت پیل کړ.

د رویسې جمهوررییس ولادیمیر پوتین پرون له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمداُف سره په کتنه کې ویلي چې مسکو او شریکان یې لکه چین، هند، امریکا، ایران او پاکستان د افغانستان د زیربناوو بیارغونې ته چمتو دي.

د مخکیني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هند ته له ۴۳ ورځني سفر وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو. ښاغلی عبدالله داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې په دې وروستیو کې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په هڅو د مخکیني حکومت یوشمېر سیاسي څېرې او چارواکي بېرته هېواد ته راستون شوي دي.

د پکتیا د مستوفیت مسوولان وایي چې د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د مستوفیت عواید ۳۰ سلنه لوړ شوي چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې یې شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ځانګړو استازو بروکسل کې د غونډې پرمهال ویلي، اسلامي امارت د بشري حقونو د وضعیت ښهوالي لپاره پر خپلو ژمنو عمل نهدی کړی. دوی د اسلامي امارت پر حکومت نیوکه کړې چې د منسجمو سیاستونو په غوره کولو کې پاتې راغلی دی.

د مخکیني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هند ته له ۴۳ ورځني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.
د هغه ښه راغلاست لپاره نن (شنبه، د جوزا ۲۱) د کابل هوايي ډګر ته د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضلهادي مسلمیار او د اسلامي امارت یوشمېر مشران ورغلي وو.

د هېواد د لوېديځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولان نن د هرات ښار په «٥٠-٥٠» تفريحي پارک کې د «جمعه بازار» په نوم د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانستنه وکړه.

د سور صیلب کمېټې اعلان کړی چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د اوړو بیه ۴۷ سلنه لوړه شوې ده.

د پخواني حکومت یوشمېر پوځیان سلاموطندار ته وایي چې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو وروسته بېبرخلیک پاتې دي. هغوی شکایت کوي چې د اسلامي امارت په راتګ سره دوی له بد اقتصادي وضعیت سر مخ شوي دي.

د کندهار امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست نن په یوه غونډه کې پر عامو خلکو د نوي محدودیتونو د لګولو اعلان وکړ.

سلاموطندار په ۱۵ ولایتونو کې د خبریالانو پر کار د اسلامي امارت له لوري د سانسور ۴۴ قضیې مستندې کړي چې له ډلې یې ۲۵ له خپرېدو وړاندې، ۷ قضیې د خپرولو پرمهال او ۱۲ د راپور له خپرولو وروسته رامنځته شوې دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتېدو په دوام، د ښوونې او روزنې برخې یوشمېر کارپوهان وايي چې د دغه وضعیت دوام به ناوړه منفي يایلې ولري.

څه موده وړاندې د ا.ا په منځګړیتوب کابل کې د پاکستان حکومت او پاکستاني طا لبانو ترمنځ د سولې خبرې وشوې چې دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ تر نامعلومې نېټې پر اوربند هم هوکړه وکړه. اوس پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د سولې په خبرو کې ټيټيپي د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دوی ته وروسپاري.

د پکتیکا ولایت محلي مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د «انګور اډې» سیمه کې پاکستاني پوځیانو یو افغان په ډزو وژلی دی.