ملګري‌ ملتونه افغانستان کې زلزله ځپلو سره ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس ویلي چې دغه سازمان افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېړنۍ مالي مرسته کوي.

نوموړي پرون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه ۱۰ میلیونه ډالري مرسته به د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې افغانستان کې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.

اسلامي امارت د سرپُل پر بلخاب ولسوالي هوايي بریدونه کړي

د سرپل بلخاب ولسوالي کې یوه ځايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته ویلي، ا.ا د مهدي مجاهد ځواکونو سره د مقابلې لپاره په دغه ولسوالي کې هوايي بریدونو کړې دي. سرچینه زیاتوي، د مهدي مجاهد پر کور پرون داسې مهال هوايي برید شوی چې نوموړی په کور کې نه وو.

هېواد کې سیاسي تحولاتو د کورونا په اړه د عامه پوهاوي بهیر اغېزمن کړی

که څه هم  د کورونا ویروس د مخنیوي په پار خلکو ته د یادې ناروغۍ د عامه پوهاوي بهیر ډېر ګټور و او مثبتې پایلې هم لرلې، خو هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو راپدېخوا د کورونا په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي بهیر اغېزمن شوی دی.

بلخاب کې د جګړې دویمه ورځ؛ سرچینه: پرونۍ نښته کې ۱۷ کسان وژل شوي

د سرپل په بلخاب ولسوالي کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت د سانچارک او بلخاب ولسوالیو ترمنځ «قُم کوتل» سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو او مهدي مجاهد کسانو ترمنځ نښته پیل شوې ده. د سرپل محلي او امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سرچینه: بلخاب کې د ا.ا ځواکونو او مهدي مجاهد کسانو ترمنځ نښته روانه ده

سرپل کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن غرمه د دغه ولایت د سانچارک او بلخاب ولسوالیو ترمنځ «قُم‌کوتل» سیمه کې د اسلامي امارت د هزاره قومندان مهدي مجاهد پورې تړلو کسانو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

چارواکو ته د وزګاره کسانو غږ رسول؛ هلمندي ځوانانو کابل ته پلی مزل پیل کړی

هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ د پراخېدو په لړ کې د هلمند درېوو اوسېدونکو په یوه کم‌سارې اقدام کې د سرپرست حکومت مسوولانو ته د دغه ولایت د وزګاره ځوانانو د غږ رسولو په موخه له هلمند څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی دی.

بامیان کې د یوې ۲۴کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

په بامیان کې محلي سرچینو سلا‌م‌وطندار ته ویلي، ۲۴کلنه رُقیه چې نږدې یوه میاشت وړاندې لادرکه شوې وه، جسد یې پرون د دغه ولایت د مرکز اړوند شهیدانو کلي په یوې څاه کې موندل شوی دی.

ا.ا: زلزله ځپلو سره د پاکستان، ایران او قطر د مرستو جوپې هېواد ته رارسېدلي

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې پاکستان، ایران او قطر هېوادونو پکتیکا کې زلزله ځپلو سره مرستې کړي او د مرستو دغه چوپې پکتیکا ولایت ته رسېدلې دي.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له خوراکي او نورو توکو بار ۸ عراده موټره د پاکستان له لارې پکتیکا ته لېږدول شوې دي.

افغانستان کې مرګونې زلزله؛ يوشمېر هېوادونو او بنسټونو زيانمنو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی ښودلی

نن سهار شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې د افغانستان یوشمېر ولایتونه د یوې زورورې زلزلې شاهد وو. خوست او پکتیکا ولایتونه د دې زلزلې له امله سخت ځپل شوي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.