
فاریاب کې ناپېژنده وسلهوالو یو ځوان په بستره کې وژلی
دا پېښه بېګاه د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالي په بایقیزي سیمه کې شوې ده.
په خواجهسبزپوش ولسوالي کې سرچینې وايي چې یاد ځوان خلیفه خالدار نومېده او د عبدالخلیل زوی و.

دا پېښه بېګاه د دغه ولایت د خواجهسبزپوش ولسوالي په بایقیزي سیمه کې شوې ده.
په خواجهسبزپوش ولسوالي کې سرچینې وايي چې یاد ځوان خلیفه خالدار نومېده او د عبدالخلیل زوی و.

په دغه تصویر کې چې نن پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، لیدل کېږي چې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مجیبالرحمن انصاري د رییسالوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره څنګ په څنګ ناست دی.

هرات کې ولسې سرچینې وايي چې د ګازرګاه جومات خطیب مجیبالرحمن انصاري نن غرمه مهال په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.
مجیبالرحمن انصاري ته نږدې کسان او ولسي سرچینې دې چاودنه کې د نوموړي وژنه تاییدوي. په همدې حال کې د هرات د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې د مجیبالرحمن انصاري وژنه تایید کړې ده.

د ا.ا د استخباراتو مسوولانو ویلي چې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش یو مهم غړی یې وژلی دی.

د اسلامي امارت چارواکي وايي، هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره له ۳۰۰ میلیونه ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.
د بهرنیو چارو وزارت نن د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره د نړیوالو مرستو د را ټولولو لپاره د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او یوشمېر سفارتونو په ګډون یوه غونډه را بللې وه.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت نن له افغانستانه د امریکا او د متحدانو د وتلو لومړنۍ کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نړیواله ټولنې دې د افغانستان پروړاندې معقول سیاست غوره کړي.
تېر کال د وږي میاشتې په نهمه، له افغانستانه وروستی امریکايي سرتېری ووت.

د روزګان محلي مسوولان وايي چې یوه ملکي وګړي د دغه ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې د اسلامي امارت پر غړیو ډزې کړي چې له کبله یې د ا.ا دوه غړي وژل شوي او دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي.

د روسیې رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د روانې اګېسټ میاشتې په دېرشمه، د سهشنبې ورځ د ۹۱ کلونو په عمر د روسیې په مرکز مسکو کې مړ شوی دی.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، نوموړی «د اوږدې او سختې ناروغۍ» له کبله د مسکو په مرکزي روغتون کې مړ شوی دی.

د هرات امنیه قومانداني وايي، پولیسو د دغه ولایت د مرکز په شپږمه امنیتي حوزه کې هغه ښځه لاس په لاس نیولې چې غوښتل یې خپل خاوند ووژني.
د امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې ښځې او خاوند یې مخکې په محکمه کې حقوقي دعوا لرله او خاوند یې چې کله د محکمې جلب د خُسر کور ته ور وړی، مېرمنې یې په چاکو وهلی دی.

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې افغانستان د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو د پور له درکه ۱.۴ میلیارډ ډالر پوروړی دی.
د مالیې وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دوی تر دا مهاله د دغو پورونو د ادا کولو په موخه ۶.۱ میلیون ډالر ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېګاه ناوخته افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت د ارزونې په اړه غونډه وکړه.
که څه هم دغه ناسته د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، خو د نړۍ ستر ځواکونو دې ناسته کې پر بل تندې نیوکې وکړې. ویل کېږي چې دغه ناسته د روسیې او امریکا د استازیو ترمنځ په لفظي شخړې پیل شوه.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکېنزي وايي، امریکايي ځواکونه ښايي یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شي.
رسنیو نن د مکېنزي له قوله لیکلي چې نوموړي تېر اوړی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا په بشپړ شاتګ سره به افغان دولت وپرځېږي.

د پاکستان حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بېپېلوټه الوتکې له دغه هېواد راځي، غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه څرګندونې یې د افسوس وړ بللي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تورونه د ډيپلوماټیک چلن له معیارونو څخه سرغړونه او د افسوس وړ دي.
د کورنیو چارو وزارت نن د یوې خبري ناستې پرمهال د خپل تېر یوه کال لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

څه باندې یو کال تېر شو چې هېواد کې اسلامي امارت واکمن دی او سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
په دې موده کې افغانان په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان وو چې له کبله یې سرپرست حکومت له نړیوالو فشارونو سره هم مخ دی.

د دفاع وزارت مسوولان وايي، پاکستان د امریکا هغو بېپېلوټه الوتکو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې وخت ناوخت د افغانستان پر فضا څار کوي.
د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، هغه بېپېلوټه الوتکې چې د افغانستان پر فضا ګرځي، پاکستان څخه راپورته کېږي.