
مودي د افغانستان سولې په اړه د نوې ډېلي د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ
د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي، هند ته د سفر په درېیمه ورځ یې د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي او د سولې پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي، هند ته د سفر په درېیمه ورځ یې د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي او د سولې پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټوېټر لیکلي، باید د امریکايي ځواکونو پاتې کوچنۍ ډله هم چې افغانستان کې خدمت کوي تر را روان میلادي کال پيل پورې هېواد ته ستنه شي. خو د نوموړي تر څرګندونو مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، امریکا د راتلونکي کال لومړیو کې د خپلو ځواکونو شمېر افغانستان کې ۲۵۰۰ ته کموي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې د بینالافغاني خبرو له پیله شاوخوا یوه میاشت اوړي، خو اوس د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارې په دغو خبرو کې اطلاعاتو ته پر لاسرسي له شته محدودیتونو نیوکې کوي. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ رییس مجیب خلوتګر وايي، د سولې په بینالافغاني خبرو کې اطلاعاتو ته لاسرسی نه شته او د هېواد رسنۍ د دغو خبرو په تړاو تازه خبرونه او معلومات له بهرنیو رسنیو ترلاسه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د خپل سفر په دویمه ورځ په دوحه کې د بشري مسايلو او شخړو مطالعاتي مرکز ته وینا کې ویلي، په افغانستان کې قدرت میراثي نه دی او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې هر ډول هوکړه باید د ولسي جرګې له لوري تایید شي.

که څه هم تېرو څو کلونو کې میلیونونه ډالر د بیارغاونې په کارونو لګول شوي، خو ډېرې داسې پروژې شته، چې د فساد او درغلیو له کبله یا نیمګړې پاتې شوي او یا هم په ټیټ کیفیت بشپړې شوې دي. په یوې پروژې څو ځلې قرارداد، سهمونه او برخې ورکول او د وسلهوالو ډلو موجوديت هغه لاملونه دي چې د پرمختګ چارې یې نمیګړې پرېيښې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ «یخچال» سیمه کې د ملي اردو پر پوستې موټربم برید شوی چې ۴ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د هلمند په ځينو ولسوالیو کې تازه د وسلهوالو طالبانو له لوري پر یو شمېر امنیتي پوستو د بریدونو او د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو خبرونه ورکول کېږي؛ خو ترڅنګ يې د هلمند والي محمد یاسین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې وسلهوالو طالبانو په ډېره کچه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي او غواړي چې د عامه تاسیساتو په له منځه وړلو کې يې وکاروي.

جوزجان ولايت کې يوه امنيتي سرچينه سلاموطندار ته وايي چې يوه ولسي پاڅونکوونکي خپل دوه همکاران د موبايل د چارجر پر سر وژلي دي. د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه د سې شنبې په شپه د ياد ولايت د اقچې ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کې شوې ده.

په تخار ولایت کې یوه معتبره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، د دې ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مديريت کارکوونکيو ۳کسان له یوې دیارلس کلنې نجلۍ د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په تور نیولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ياد رياست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو هغه ۱۵ کسیزه ډله نيولې چې کابل کې يې خلک ترور کول. له دغه ریاسته نن سې شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې شبکې غړيو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.

د نورستان ولايت روغتیاپالان وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اهیډ موسسې معاشونه نه دي ورکړي او نه هم یادې موسسې دوی سره کړې ژمنې عملي کړې دي. دوی وايي، نورستان کې روغتیايي برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي؛ خو دلته همکاره موسسه «اهېډ» له دوی او خلکو سره یوازې ژمنې کوي؛ خو د عملي کولو کوم څرک یې نه لګېږي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله نن «سې شنبه» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته روان شو.

ولسمشر غني د قطر په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترهکی چې د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې په يوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی و، ومړ.

د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز د پنځو کلونو لپاره د دغه وزارت وزیر و. سلاموطندار ته رسېدلي سندونه ښيي چې نوموړی په یاد وزارت کې پر ناقانونۍ، اړیکو پاللو او له فساده ډکو کارونو تورن دی.

که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، وسلهوال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي او د دغې جګړې نږدې ټوله مرګژوبله هم افغانانو ته اوړي.