
ناټو د سولې خبرو کې د بنبست ماتېدو هرکلی وکړ
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د قطر په دوحه کې د سولې بينالافغاني خبرو کې د بنبست ماتېدو هرکلی وکړ.
قطر کې د حکومت او د طالبانو مرکچي پلاويو تېره ورځ وويل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه هم هوکړه وشوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري او د طالبانو د مرکچي پلاوي وياند محمد نعيم په دوحه کې ويلي چې دواړه لوريو د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې پيل کړې دي.














