
کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۲۰ پرې اخته شوي
د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۲۰ نور پرې اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۲۰ نور پرې اخته شوي دي.

د فاریاب په ګرزیوان ولسوالي کې محلي سرچینې وايي چې د طالبانو یوه قوماندان د دغې ولسوالي د محلي اردو د سرتېرو ۸ ماشومان یرغمل کړي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې به چې راتلونکې میاشت جوړېږي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو یا ترې د وتلو پرېکړه وکړي.
سټولټنبرګ روان میلادي کال په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور په برخه کې د دغه سازمان لپاره مهم یادوي او وايي، د ناټو د دفاع وزیران به په فبروري میاشت کې په دې اړه پرېکړه وکړي.

د ډونالډ ټرمپ پلویانو د امریکا متحده ایالاتو پر کانګرس یرغل ور وړی او د دغه هېواد د ټاکنو د پایلو د تایید غونډه یې ګډهوډه کړې ده. معترضان توانېدلي چې د امریکا د سنا جرګې ودانۍ ته ورننوځي.

د کندوز محلي مسوولان مني چې په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې دوه پولیس او ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي سلاموطندار ته ویلي چې طالب جنګیالیو بېګاه شاوخوا ۱۰ بجې د کندوز ښار ختیځ ته د چرخاب سیمې په «سر حوض» برخه کې پر یوې پوستې برید کړی دی.

د عبدالرووف کورنۍ حکومت ته د خپل ۹ کلن ماشوم د خوشې کولو لپاره د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، په بلخ کې د یوناما دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راغلې او دولت ته خبرداری ورکوي، که دغه ماشوم په څو ورځو کې د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشې نه کړي، دوی به لاهه محکمې ته شکایت وکړي.

د بدخشان محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت د یاوان ولسوالي د پوهنې امر له طالبانو سره یوځای شوی دی.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي جاوېد راغي سلاموطندار ته ویلي چې د یاوان ولسوالي د پوهنې امر وليالله الهي وسله اخیستې او له طالب ډلې سره یوځای شوی دی.

د ولسي جرګې له لوري يوه اوونۍ وړاندې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه رد شوه، اوس ولسمشر محمد اشرف غني د يادې جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، د اساسي قانون له مخې بودیجه د اجراييه قوې کار دی او پارلمان یوازې کولای شي هغه رد او یا تصویب کړي.

د افغانستان برښنا شرکت مسولان وایي، له ازبکستانه افغانستان ته د لېږدوونکې برښنا د پرې کېدو په اړه معلومات نه لري، خو د دغه شرکت د معلوماتو پر بنسټ د ازبکستان د برښنا د تولید په دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته لېږدوونکې برښنا پرې شوې ده.
د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، له یوې مېاشتې راهيسې په ازبکستان کې تخنیکي ستونزې پیدا شوي چې دغو ستونزو د برښنا پر تولید اغېزه کړې او د برښنا تولید په ټپه ولاړ دی.

د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې د دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ته ورکړل شي.
پکتيا کې د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت او ښځينه فعالې زرمينې وويل چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي چې په جګړه کې يې قرباني ورکړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو شمېر سیاستوالو او حکومتي مشرانو سره لیدنه کې جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف ته ویلي چې ولسمشر او ځینې نورو سیاستوالو سره د واک لېږد په اړه خبرې وکړي.
ځینو راپورنو کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره د لېدو پرمهال له هغه سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر ځینو پټو مسایلو خبرې کړې دي.

ولسي جرګې نن د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو لپاره طرحه تصویب کړه. دغه طرحه د يادې جرګې د ۳۰ وکيلانو له لوري وړانديز شوې وه.
د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني وویل، د ولسي استازو د وړاندې شوې طرحې له مخې دې، د مامورینو، ښوونکيو، متقاعدینو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو یو شان کولو لپاره، له ۹۱ او ۹۲ کودونو، انټياې، سوپرسکېل او سيبيار معاشونو څخه استفاده وشي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي او ۱۰۲ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۶۹۱ نمونې کتلي چې له ډلې یې یادې مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د بامیان ولایت په سیغان ولسوالي کې یوې ځوانې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله د تیزابو په څښلو سره د ځانوژنې هڅه کړې ده.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې کابل ښار کې به له ۱۰۰ میلیونه ډېرو امریکايي ډالرو په ارزښت امنیتي کمرې ولګول شي.
نوموړي نن پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د دغو کمرو د لګولو پروګرام د افغان دولت د متحدانو د غوڅ ملاتړ په مرسته عملي کېږي.

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د رحیم ګردېزي خصوصي شرکت له لوري د ۶میلیونه ډالرو په لګښت د جلغوزیو د پروسس او بسته بندۍ د جوړې شوې فابریکې پرانیسته وشوه.
په دې پرانيست غونډه کې په انلاين ډول ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې وزيرانو، د سوېل ختيځو ولايتونو واليانو او پانګهوالو برخه اخيستې وه.