
د پروان د پوهنې رييس له خپلو درې مديرانو سره څارنوالۍ ته معرفي شو
د پروان والي فضلالدین عیار وايي، د ياد ولايت د پوهنې رييس عبدالظهور حکیم د اداري فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخيستو په تور د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د پروان والي فضلالدین عیار وايي، د ياد ولايت د پوهنې رييس عبدالظهور حکیم د اداري فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخيستو په تور د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

طالبانو له افغانستانه د شاوخوا دوو زرو امریکايي سرتېرو د وتلو له اعلان څو ساعته وروسته په کندهار کې د ځانګړې قطعې پر کنډک موټربم برید وکړ. په همدې حال کې د طالبانو نفوذي کسانو بېګاه د هرات په غوریان ولسوالي کې پر ولسي پاڅونوالو برید کړی چې له کبله یې ۱۲ پاڅونوال وژل شوي دي. په بلخ کې بیا ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د موټرو پر ورکشاپ درنه چاودنه وشوه او ورپسې نښته پيل شوه. دې ولايت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، تر موټربم برید وروسته وسلهوال بریدګر په پوځي یونیفورم کې سیمې ته دننه شول او ترڅو ساعتونو پورې یې افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۴۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۳۴۱ شکمنو کسانو نمونې کتلي.
د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۱ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۹ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې دويم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه چې د ماليې وزارت له لوري ورته لېږل شوې وه، د رایو په اکثريت رد کړه.
د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې وويل، ماليې ورازت نه يوازې دا چې د بوديجې د طرحې۱۷ موارد يې سم کړي نه دي، بلکې دوه نور موارد چې تخطي ښيي په بوديجه کې زيات کړي دي.

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالي کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته وايي، د طالبانو نفوذي کسان بېګاه شاوخوا ۹ بجې د ولسي پاڅونوالو یوه مرکز ته ورغلي او ۱۲ پاڅونوال یې وژلي دي.

بغلان کې محلي او امنيتي سرچينې وايي، طالبانو د بغلان – کابل لويې لار کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي دي.
دغه سرچينې چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي سلاموطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه «کيلهګي» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په دې نښتو کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو طالبانو له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان ـ کابل لویې لارې پر سر د تېلو ۶ ټانکر سوځولي دي.

تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښتکلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.
د دښتکلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي پهکې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د طالبانو دوو بېپیلوټه الوتکو نن د ۲۱۷ پامیر قول اردو پر یوې برخې بم غورځولی او د پوځ یوه چورلکه یې تخریب کړې ده.
سرچینې وویل، دغه بېپیلوټه الوتکې دوه ساعته د پامیر قول اردو پر سر ګرځېدې او افغان ځواکونه یې په رانسکورولو بریالي نهشول.

د کندوز د ولایتي شورا غړی خالالدین حکیمي وايي، طالبانو تېره شپه د امامصاحب ولسوالۍ «اورتهبوز» سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو غبرګون سره مخ شوي.

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، امنیتي ځواکونو له چاودېدونکيو توکو ډک یو موټر چې غوښتل یې د غزني ښار اړوند سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید وکړي، په نښه کړی او چاودنه یې کړې.
سيرت وویل، دغه چاودنه کې ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان شوي.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د غور د ولایتي شورا غړی عزتالله بېګ په فېروزکوه ښار کې د ملي امنیت ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
دغې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل چې د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان او د غور غږ راډیو د مسوول بسمالله عادل ایماق «د ترور عامل» او د غور د ولایتي شورا غړی عزتالله بېګ ونیسي، خو هغه د تسلیمېدو پر ځای، د ملي امنیت پر ځواکونو بریدونه وکړل او د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې ووژل شو.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې حکومت خبریالانو ته له خبرداري پرته د هغوی د امنیت خوندیتوب لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

سیاسي لاس وهنې او ناندرۍ له هر بل وخت په پوهنې وزارت کې ډېرې شوي.
سره له دې چې په پوهنې وزارت کې د قومي چاڼ او خپلوۍ پالنې خبرې مخکې هم د رسنیو د سر ټکي وو، خو د دغه وزارت د سرپرست وزیرې رنګینې حمیدې له لوري چې له ولسي جرګې یې د باور رایه هم وا نه خیستله، د یوشمېر سلاکارانو ګوښه کېدل پر پوهنې وزارت پر مشرتابه نیوکې ډېرې شوې دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د مرکهچي پلاوي ویاند محمد نعیم سلاموطندار ته وايي، د سولې د دویم پړاو مذاکراتو اجنډا پر سر خبرې نه دي ځنډول شوي. نوموړی وايي، پر ځینو موضوعاتو د ډېر بحث لپاره خپلمنځي غونډې کوي او حتمي نه ده چې هره ورځ غونډه ولري.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.