
د غور د کورونا په ځانګړي روغتون کې اورلګېدنه مهار شوه
په غور کې د کورونا ځانګړي روغتون مسوولان وايي چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې دغه روغتون اور واخیست.

په غور کې د کورونا ځانګړي روغتون مسوولان وايي چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې دغه روغتون اور واخیست.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې په نیمروز کې د «کمالخان بند» د اوبو زېرمه کول پیل شوي او ډېر ژر به دغه بند پرانېستل شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي نن ملت ته د دولت د حسابورکونې په غونډه کې وویل، سره له دې چې په ګمرګونو کې د پرمختللیو سکنرونو په لګېدو سره به د افغان محصلاتو د قاچاق کچه را ټیټه کړي، خو په یوشمېر ګمرکونو فعال نه دي.

د افغانستان برښنا شرکت ملت ته د دولت حسابورکونې په پروګرام کې د دغه شرکت یو کلن راپور وړاندې کړ.
د دغه شرکت مسوولان وايي، د افغانستان ۷۷ سلنه برښنا وارداتي ده او یوازې ۱۶ سلنه یې له کورنیو سرچینو او خصوصي سکټور نه برابرېږي.

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د «سوختوک» برښنا بند توربینونه له اووهکلن انتظار وروسته بېګاه تاو شول او د نیلي ښار یې روښانه کړ.

د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي د سولې خبرو ترڅنګ هممهاله د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررييس محمد اشرف غني پرون ماښام د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د ولسي جرګې غړي وايي، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده.
د ولسي جرګې رییس او یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د اندېښنې تر څنګ وویل، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده او هېڅ تضمین نشته چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې دې بهر ته قاچاق نه شي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي چې حکومت د هغو وکیلانو خپلوان له دندو ګوښه کوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې ته یې سور کارت کارولی، څو وینا یې، پر دوی فشار راوړي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت د سیاسي او اداري اخلاقو له په پام کې نیولو پرته د غچ اخیستو په توګه د وکیلانو خپلوان له دندو ګوښه کوي.

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، افغانستان کې ۱۶ میلیونه کسان د کار کولو پر شرایطو برابر دي؛ خو د کورونا ویروس خپرېدل او ناامني د دې لامل شوې چې یوازې ۶ میلیونه وګړي کار وکړي او ۱۰ میلیون نور بېدندو وي.
د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي نن په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکړې» په برنامه کې وویل، کورونا ویروس د هېواد پر اقتصادي ودې منفي اغېزه کړې.

د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولان وايي، په ۱۳۹۹مالي کال کې د یادې ادارې عوایدو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی.
د ملکي هوايي چلند ادارې ريیس محمد قاسم وفاييزاده نن «شنبه، د دلوې څلورمه» کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل، د دوی ارزونې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې د یادې ادارې په عوایدو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی.

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د معاشونو یوشانوالی چې د ولسي جرګې له لوري یې وړاندیز شوی، باید د دې جرګې له لوري تعریف شي.
د مالیې وزارت مرستیال عبدالمجیب ځدران نن ملت ته د دولت حسابورکونې په غونډه کې وویل چې د معاشونو یوشانوالي طرحه د عملي کېدو وړ نه ده، خو کېدای شي چې تعادل پهکې په پام کې ونیول شي.

د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ تازه راپور ښيي چې په تېرو ۱۲ کلونو کې ۲۷۶ میلیارډه افغانۍ د احتیاطي کوډونو په نوم پر سیاسي موخو لګېدلي دي.
د قانون له مخې، احتیاطي کوډونه باید د ټولې بودیجې درې سلنه جوړ وي او حکومت نه شي کولای چې په دغو کوډونو کې تر دې ډېرې پیسې ولګوي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نن د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان-شبرغان برښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیست غونډه کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

د ولسي جرګې رییس وايي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشانوالی د دې جرګې لپاره سره کرښه ده او تر هغه چې حکومت د مامورینو، اجیرانو، ښوونکو، ټیټپوړو کارکوونکو، سرتېرو او افسرانو د معاشونو یوشانوالي په اړه د هغوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه به تصویب نه کړي.

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې پر سر د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ د ناندریو په دوام، په یاده بودجه کې د ۲۰ میلیارډه افغانیو ډېروالی کابینې ته وړاندې کړه. کابینې هم د مالیې وزارت طرحه تایید او ټاکل شوې نن یو ځل بیا ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې کندوز کې د سپینزر په نوم د غوړیو د تولید کارخونې له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا خپل فعالیت پیل کړ.