مرکزي سیلو بېرته په فعالیت پیل وکړ

د مرکزي سیلو مسوولانو د یوې خبري غونډې پرمهال د مرکزي سیلو د بېرته فعالېدو خبر ورکړ. د مرکزي سیلو رییس انجينر خیال‌محمد مایار وايي چې دغه کارخونه اوسمهال د غنمو د زېرمه کولو، ژرنده کولو او تولید برخو کې په فعالیت پیل کړی او په ورځ کې د ۲۰۰ کیلوګرامه غنمو د وړه کولو ظرفیت لري.

د بایډن فرمان ته د پوهنتونونو د استادانو شورا غبرګون؛ افغانانو څخه باج مه اخلئ

د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستي فرمان ته د غبرګونونو پر دوام نن کابل کې د پوهنتونونو د استادانو شورا یاده پرېکړه ناعادلانه وبلله او وویل چې امریکا دې له افغانانو څخه باج نه اخلي. دې شورا د بایډن وروستی فرمان له افغانانو سره ښکاره جفا بللې ده.

ګوترېش: ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

بلخ کې ۶۰ سلنه کارخونې غیر فعالې شوې دي

د بلخ ولایت یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو د پنجشنبې په ورځ  خبري غونډه کې د امریکا د ولسمشر پر هغه اجرایوي فرمان نیوکه وکړه چې امریکا غواړي د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو څخه نیمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړي. هغوی د بایډن دغه پرېکړه بشري ضد او غیر قانوني عمل بولي.

د بایډن وروستۍ پرېکړه؛ صرافان د «افغانۍ» ارزښت ټیټېدو ته اندېښمن دي

د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د وروستۍ پرېکړې په اړه د اندېښنو په لړ کې یوشمېر افغان صرافان وايي، په راتلونکې کې د افغانیو ارزښت ټيټوالي ته اندېښمن دي. د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وايي، دا پرېکړه د افغانیو د ارزښت ټيټوالي لامل کېږي او امریکا باید پرې بیاکتنه وکړي.

سپینه ماڼۍ: د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک د پانګې لیږد ناشونی دی

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک هېڅ پانګه به د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي. خو نوموړې ټينګار کړی چې د بایډن د اجرایي فرمان موخه د بشردوستانه مرستو د استفادې لپاره افغانانو ته د دې پیسو د یوې برخې د ورکړې زمینه برابرول دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې نن یوه بیانیه کې ویلي چې ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. دغه کمېټه وايي د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ شپږ میاشتې وروسته، د دغه هېواد په سطحه بشردوستانه اړتیاووې زیاتې شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان بحران ته لاسرسی و نه‌شي، دغه هېواد کې به د لوږې تلفات د تېرو شلو کلونو د جګړو له تلفاتو څخه زیات شي.

بریټانیا راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو راټولولو لپاره د یوې غونډې کوربه دی

رویټرز خبري اژانس د بریټانیوي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه هېواد به راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو د راټولولو په موخه د یوې غونډې کوربه وي. رویټرز ددغو چارواکو له قوله لیکلي، تمه ده چې په دې غونډه کې له افغانستان سره ۴.۴ میلیارد پونډ راټول شي.