
معلولان: واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته مو معاشونه نه دي اخیستي
کابل کې یو شمېر معلولان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

کابل کې یو شمېر معلولان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند له لوري د مرسته شویو غنمو د لېږد بهیر نېټه یې د دوو نورو میاشتو لپاره غځولې ده.

د پکتیا ولایت سیمهییز مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز ګردېز په تېرې سیمه کې د ښاروالۍ له لوري په ۱۵۰ جریبه ځمکه باندې دلومړي ځل لپاره لوی تفریحي پارک جوړ شي. د مسوولانو په وینا، دغه تفریحي پارک به ټولې اسانتیاوې ولري.

د کندهار د صنعت کارانو د ټولنې مسوولان وايي، د دغه ولایت په صنعتي پارک کې زیاتره فابریکې د برېښنا نشتون له امله تړل شوي چې ورسره زرګونه کسان وزرګار شوي دي.

په پکتیا کې ولایت کې د «پکتیا غږ» په نوم د یوې محلي راډيو مسوولان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل نشرات درولي دي. دغې راډیو له تېرو ۱۷ کالو څخه په دغه ولایت کې فعالیت کاوه.

نړیوال بانک ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د کورني ناخالصو تولیداتو کچه ښايي تر ۳۰ سلنې راکمه شي. نړیوال بانک د افغانستان وضعیت په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولیداتو کمښت له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا کمساري دي او کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د مالي او بانکي سکتور د بیارغونې ستراتیژیک پلان له مخې او شته امکاناتو ته په پام، د دولتي او نادولتي کارکوونکو پر معاشونو لګول شوي بانکي محدودیتونه لرې شوی دی.

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې وویل چې افغانان د خوړو د خوندیتوب له سخت ناورین سره مخ شوي. دغه بنسټ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې یوشمېر زده کوونکي د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره اړ شوي چې ښوونځۍ پرېږدي او کارته مخه کړي.

د قرهقل د مېږې یو ډول پوستکی دی، همدا چې د مېږې بچی پیدا شي، ذبحه کېږي او پوستکی یې د قرهقل صنعت لپاره کارولکېږي. قرهقل پوستکی افغانستان کې د قرهقل خولۍ جوړولو لپاره کارول کېږي او هېواد څخه بهر صادرېږي چې پخوا دغه صنعت دافغانستان لویه عایداتي سرچینه وه، خو اوس دغه صنعت مخ په ځوړند روان دی.

د افغانستان د رېل پټلۍ د چارو ادارې سلاکار انجنیر میرویس سلاموطندار ته وویل، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان چارواکو ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه شي. دې ناسته کې به د سویلي او منځنۍ اسیا د نښلولو پر کرېدور چې د افغانستان له لارې به نښلول کېږي بحث وشي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وایي، دغه مرسته د خوړو نړیوال سازمان لخوا د BFANO ادارې په تخنیکيهمکارۍ شوې ده. حقاني وایي چې دغه مرسته هغو مېرمنو ته ورکړل شوه چې څلور میاشتې د ګلدوزۍ، خیاطۍ، حجاب او د ماشومانو دبسترو د جوړونې په برخو کې ورته روزنه ورکړل شوې وه.

ننګرهار کې د «ختيځ لبنیاتو» فابریکې مسوولان وايي چې هره ورځ له ۳۰۰۰ کیلو کرامه شیدو څخه بېلابېل ډول لبنیات تولیدوي چې له ننګرهار سربېره یې د هېواد نورو ولایتونو هم ته صادروي.

د ریاستالوزرا د لومړي مرستيال د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې امنيتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې له دولتي ادارو او زورواکو څخه د افغانستان برېښنا شرکت د پورونو راټولو په برخه کې همکاري وکړي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، دوی له ډېرو هڅو وروسته بریالي شو چې د ښځو د فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت، سوداګرو او یوشمېر هېوادونو ملاتړ راجلب او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دوی له ا.ا غواړي چې ښځو ته د هېواد د پرمختګ په برخه کې ونډه ورکړي.

د افغانستان برښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات سلما بند درېیم توربین بېرته فعال شوی او په وینا یې، د دې بند د برښنا د تولید چارې عادي حالت ته راګرځېدلې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړي ادارې یا «یونیسف» اعلان کړی چې د بریټانیا په مالي مرسته یې په دایکندي ولایت کې پر څه باندې ۶۰۰۰ کورنیو بېړنۍ نغدي مرستې وېشلې دي.