هرات کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر چاپ بندیز د چاپ‌خونو خاوندان زیانمن کړي

هرات کې د یو‌شمېر چاپ‌خونو خاوندان وايي، نږدې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت ښاروالي ټولو چاپ‌خونو او تبلیغاتي شرکتونو ته یو مکتوب لېږلی او ترې غوښتنه یې کړې چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له چاپ څخه ډډه وکړي.

ټولګټو وزارت: نړیوال بانکونه دې افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي

د ټولګټو وزارت مسوولان نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سړک او  پلونو د جوړولو او استنادي دیوالونو د پروژو د بشپړېدو خبر ورکړ. هغوی له نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

ا.ا د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د مدیریت چارې عربي متحده اماراتو ته وسپارلې

د اسلامي امارت سرپرست حکومت د عربي متحده اماراتو له «ګاک» شرکت سره د هېواد د درېوو هوايي ډګرونو د تنظیم او مدیریت تړون لاسلیک کړ. دغه تړون نن کابل کې د یوې ناستې پرمهال د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د مرستیال غلام جیلاني وفا او د عربي متحده اماراتو د «ګاک» شرکت د مدیر ترمنځ لاسلیک شو.

هلمند کې په کمسارې توګه د غنمو د بیې لوړېدل؛ یو من یې ۴۵۰ کلدارې پلورل کېږي

د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د غنمو له لوړې بیې څخه شکایت کوي. دوی وايي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه او د یوشمېر ولسوالیو له ځمکو څخه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي او باید بیه یې ټیټه وای، خو په وروستیو ورځو کې یې بیه په کمساري توګه لوړه شوې ده.

ننګرهار کې سږکال د شفتالانو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه زیات شوي

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د شفتالانو حاصلات ډېر شوي دي. د مسوولانو په وینا، سږکال د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې پر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالانو له ابادو باغونو ۱۰۰۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښيي.

د ا.ا له‌خوا د شپږو دولتي بنسټونو منحلېدل؛ شاوخوا ۶زره کسان بې‌برخلیک شوي

د اسلامي امارت سرپرست حکومت په دې وروستیو کې د یوه مکتوب په ترڅ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشا ریاستونه منحل کړي دي.

د اقتصاد وزارت: د نړیوالو مرستو کمېدو د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی

ملګروملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانانو سره یې په بشري مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. سره له دې چې دغه سازمان وايي، ۳۸ میلیونه افغانانو سره مرسته کوي، خو د بودیجې کمېدو له امله به دغه کچه ۸ سلنې ته راکمه شي.

د صرافانو کار بندیز؛ ا.ا د شهزاده سرای دروازه په «زور» پرانستله

په هېواد کې د صرافانو د کاربندیز په لړ کې یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د کابل شهزاده سرای دروازه په «زور» پرانیستلې ده.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سلام‌وطندار ته تایید کړې چې دغه سرای نن سهار د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په «زور» پرانستل شوی دی.