هلمند کې یوه سوداګر ۷۰۰ یتیمانو او بې‌‌سرپرسته ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړی

هلمند کې یوه ملي سوداګر محمدعیسی عمري د دې ولایت  ۷۰۰ بې‌سرپرست او یتیمو ماشومان لپاره یو ښوونځی جوړ کړی دی.

محمدعیسي عمري وايي چې په دغه جوړ شوي ښوونځي کې ټول ۷۰۰ ماشومان زده‌کړې کوي او ۳۰۰ ماشومانو ته د لیلیې تابیا هم نیول شوې ده.

کندوز کې د غلو له‌خوا د یوې خیاطۍ لوټل؛ خیاط ځان وژلی

کندوز کې محلي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د محي‌الدین په نوم یوه ځوان په دغه ولایت کې ځان وژلی دی. دغه ځوان شل کلن و او جامې یې ګنډلې. د سرچینو په وینا، یاد ځوان نن د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د «مال بازار څلورلارې» سره د جامو ګنډلو په دوکان کې یې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د نویو افغانیو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې

باختر دولتي اژانس د افغانستان بانک د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې د تازه چاپ شویو افغانیو لومړۍ الوتکه نن د کابل هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک د روان کال د تلې میاشتې په دېرشمه ویلي و چې د افغانیو چاپېدو په برخه کې یې څه‌‌ناڅه پرمختګ کړی او ډېر ژر به نوې افغانۍ کابل ته را ولېږدول شي. د راپورونو پر بنسټ، دا پیسې په پولنډ کې چاپ شوې دي.

هلمند کې د مالوچو یوې کارخونې په ۷۲ میلیونه افغانیو پانګونې فعالیت پیل کړ

د هلمند مرکز لښکرګاه کې دغه کارخونه چې نن یې د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په پانګونې فعالیت پیل کړ، په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۶۰ ټنه د مالوچو دانو د پراسېس وړتیا لري. د دې خصوصي کارخونې مسوول غلام‌محمد وايي، سلو کسانو ته یې د کار اسانتیا برابره کړې او مارکیټ ته به ځانګړي مالوچ، صابون، غوړي او کونجاړه وړاندې کړي.

افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې؛ ا.ا: د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده

د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو په موخه د اسلامي امارت سرپرست حکومت دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. ا.ا ویلي، هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو برخه کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده.

د برښنا او اوبو وزارت نوې طرحه؛ کابل کې د اوبو زیات مصرف لپاره مالیه ټاکل شوې

د برښنا او اوبو وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، داسې یوه طرحه يې ریاست‌الوزرا ته لېږلې چې له مخې به يې کابل ښار کې د خپل‌سرو څاګانو د کیندنې مخه ونیول شي. د یاد وزارت د طرحې پر بنسټ هغه کورونه او ودانۍ چې له اندازې زیاتې اوبه مصرفوي، حکومت به پرې مالیه لګوي.