
ننګرهار کې د ځمکني توتانو کرکېله ډېره شوې
ننګرهار کې کروندګر وایي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کروندګرو له لوري د ځمکني توتانو کښت زیات شوی دی. دوی سلاموطندار ته وايي، د ځمکني توتانو دغه فصل تر ډېره په هغو سیمو کې کرل شوی چې پخوا به پهکې کوکنار کرل کېدل. نوموړی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او زیاتوي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي، ځکه خو یې کرکیله هم ورځ تربلې مخ پر زیاتیدو ده.














