اقتصاد وزارت: ملګري ملتونه دې د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي

له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه تازه راپور کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمېدو خبر ورکړ، د اقتصاد وزارت د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې ملګري ملتونه او مرستندویه بنسټونه باید په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

کندهار کې د هېواد په کچه د درملو تر ټولو لویه کارخونه پرانېستل شوه

کندهار کې د هېواد په کچه د درملو جوړولو تر ټولو لویه کارخونه چې د ۷۱ سوداګرو له لوري په ګډه د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شوې او ۶۰۰ کسان به په‌کې کار کوي. مسوولان وايي چې اوس د دې کارخونې یو فاز فعال شوی او پاتې دوه نور به یې هم فعال کړي.

د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي: حکومت دې د کابل‌-‌جلال‌اباد دویمه لویه لاره جوړه کړي

د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي د کابل‌ـ‌جلال‌اباد پر لویې لارې له وروستیو ټرافیکو پېښو وروسته غوښتنه کوي چې د دې لویې لارې دویم سړک دې جوړ شي.
د دوی په وینا، که څه هم له اوږدې مودې راهیسې د یاد سړک سروې بشپړه شوې، خو لا یې هم چارې ټکنۍ دي. د خلکو په خبره، هره ورځ پر دې لارې ټرافیکي مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې هر کال لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېني.

بدخشان کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت تفریحي پارک جوړ کړی

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار درېیمه ناحیه کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د ۲۰۰زره افغانیو په لګښت یو تفریحي پارک جوړ کړی دی.

د «الماس تفریحي تم‌ځای» په نوم د یاد پارک مالک عبدالواجد فاضل سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه تفریحي پارک یې په یو جریب ځمکه کې جوړ کړی چې د ښځو او نارینه‌وو لپاره جلا ځایونه لري.

زابل کې بڼوال: د تېرکال په پرتله به سږکال د بادامو شپږ برابره حاصلات ټول کړو

زابل کې یوشمېر بڼوال وايي، تازه ثمر ته رسېدلي باغونه به یې سږکال د تېر کال په پرتله په کم‌سارې توګه ډېر حاصلات ورکړي.

دغه بڼوال هیله څرګندوي چې سږکال به د طبیعي افتونو نه‌شتون او د ډېرو ورښتونو له امله له خپل تازه ثمر ته رسېدلو باغونو څخه د تېرکال په پرتله ۶ برابره زیات د بادامو حاصلات راټول کړي.

د برښنا شرکت مسوولان: اوس د هېڅ هېواد پوروړي نه یوو

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (د غبرګولي څوارلسمه، د یکشنبې ورځ) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پورونه پرې کړي او اوس د هېڅ هېواد پوروړی نه‌دی. د دوی په وینا، برښنا شرکت اوس په عادي ډول هره میاشت د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.

د لوګر اوسېدونکي: د یاد ولایت ولسوالیو ته دې وارداتي برښنا وغځول شي

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د برښنا نه‌شتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی سلام‌وطندار وویل چې د ازبکستان وارداتي برښنا یوازې پل‌علم ښار ته ورکړل شوې او د ټولو ولسوالیو اوسېدونکي برښنا څخه محروم دي.

پر ښځو د محدودیتونو دوام یو‌شمېر نجونې په کم عمر کې واده ته اړ کړي

د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې وايي چې د ښځو حقونو ملاتړ بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت د فعالیتونو درېدو له امله د جبري او په کم عمر کې د ودونو کره شمېر په لاس کې نه‌لري، خو په وینا یې، هغه اطلاعات او راپورونه چې دوی ته رسېدلي، ښايي چې هېواد کې د جبري او کم عمر کې د ودونو شمېر زیات شوی دی.

د پاسپورټ عمومي رییس: د میاشتې څه باندې ۱۰۰زره جلده پاسپورټونه وېشل کېږي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب وايي، دغه ریاست هره میاشت څه باندې ۱۰۰زره جلده پاسپورټونه هېوادوالو ته وېشي.

د پاسپورټ عمومي رییس دغه څرګندونې پرون شنبه د غبرګولي ۱۳مه د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ته د یاد ریاست د کارکړنو او فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.

هېواد کې د نویو زېږېدلو «انومالي» ماشومانو شمېر زیات شوی

کابل کې د فرانسې طبي انسټیټیوټ او د «ماشوم روغتیا» روغتون کې یو‌شمېر ډاکټران وايي چې هېواد کې د انومالي ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د کابل د ماشوم روغتیا روغتون کې د عمومي جراحي متخصص محمدحنیف تسل وايي چې په منځنۍ کچه هره ورځ دغه روغتون کې یو ماشوم له «مقعد» پرته پیدا کېږي چې دوی یې جراحي عملیات کوي.

 هرات کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم نندارتون پرانېستل شو

 هرات کې د کاپیسا شرکت له لوري د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کرنیزو تولیداتو او لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې نن پنج‌شنبه د غبرګولي یوولسمه هرات ښار کې جوړ شوی، په ۱۳۲ غرفو کې بېلابېلې دویزې جامې، ګاڼې، د انځورګرۍ تابلوګانې، زینتي لوښي د خوړو مسالې او تازه مېوې نندارې ته کېښودل شوي دي.

ایران کې یو ۱۵کلن افغان کډوال په مرموز ډول وژل شوی

د تخار ینګي‌قلعه کې یوې کورنۍ سلام‌وطندار ته د تصویرونو په استولو سره ویلي، ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په مرموز ډول وژل شوی دی.

دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.

کابل کې د هټۍ‌والو له لوري د پلیو لارو د بندېدو په اړه د ښاریانو شکایت

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې هټۍ‌والو، لاس‌پلورونکو او کراچۍ لرونکو کسانو په ټول ښار کې خپل توکي د سړکونو او پلیو لارو پر سر د خرڅلاو لپاره ایښي او دوی تر پوزې راوستي دي.
د کابل ښار اوسېدونکې محبوبه وايي، ډېر کله د هټۍ‌والو او کراچۍ‌لرونکو له لوري د پلیو لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې ده.