د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې په رسمي توګه د توکو لېږد رالېږد پیل شو

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد پیل سره هم‌مهاله د یادې اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د رغېدو چارې له «روزنک» تم‌ځای څخه پرون سه‌شنبه د چنګاښ ۲۰مه پیل شوې.

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې  د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څلورمه برخه به د دغه ولایت صنعتي پارک پورې وغځول شي.

زابل کې د بهرنیو اسعارو پر چلښت بندیز ولګېد

د زابل محلي مسوولان وايي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د پرېکړې له مخې یې دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د کلدارې پر کارونې بندیز لګولی دی.

په سوېل زون کې زابل د هغو ولایتونو له ډلې دی چې اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې په سوداګریزه راکړه ورکړه او پېر او پلور کې بهرني اسعار په ځانګړې توګه کلداره کاروي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن اړوند بسټونو د فعالیت ځنډېدو امر کړی

اسلامي امارت په سویډن کې د قرآن کريم د سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد اړوندو ټولو بنسټونو د فعاليت ځنډېدو امر کړی دی. د سویډن کمېټه په افغانستان کې یو مهم بهرنی بنسټ دی چې په ۱۴ ولایتونو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په ګډون، په بېلابېلو سکټورونو کې فعالیت کوي.

یوولس ولایتونو کې د سږني کانکور د ازموینې نېټه اعلان شوه

د ازموينو ملي ادارې مسوولان وايي، د سږکال کانکور ازموينه به د يوې مياشتې په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۰۰زرو داوطلبانو په ګډون پنځو پړاوونو کې واخيستل شي دوی وویل، د کابل کانکور ازموینه به هم څلورم پړاو کې واخیستل شي.

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي د اوبو له کمښت څخه سر ټکوي

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د دشت‌برچي اسیابینې سیمې يوشمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي، له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د اوبو له کموالي سره مخامخ دي. د دوی په خبره، ډېری کورنۍ د اوبو د کمښت له امله له دې سیمې کډه شوې دي.

کابل ښاریان: د واټونو پر غاړه د خوړو او څښاک تیاروونکي روغتیا ته پام نه کوي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د واټونو پر غاړه د خوړو او څښاک تیاروونکي روغتیايي ټکي په پاک کې نه نیسي او یوازې خپلې ګټې وټې ته یې پام دی.
دوی پر هغو خلکو هم نیوکې کوي چې د یادو خوړو او څښاک وضعیت ته له پام پرته ورځي او هغه خوري یا یې هم څښي.

سرپل کې د خولۍ‌ګنډلو صنعت په ورکېدو دی

په سرپل کې د خولیو ګنډونکي وايي چې د خولۍ ګنډلو صنعت د دغه ولایت مهم لاسي صنایع دي، خو اوس دغه لرغونی صنعت له ورکېدو سره مخامخ دی.
د دوی په وینا، پخوا د دغه صنعت بازار ښه و، خو د بهرنیو خولیو له واردېدو سره ۷۰ سلنه ښځو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.

د غږیزې ککړتیا مخنیوی؛ کابل ښاروالي د لوډسپیکرونو پر استفادې بندیز ولګاوه

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د غږیزې ککړې مخنیوي لپاره یې پلازمېنه کابل ښار کې د لاوډسپیکرونو پر استفادې بندیز لګولی دی.

کابل ښاروالي پرون یکشنبه د چنګاښ ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل ښار کې دې ایسکریم، ترکاري او د لاسي توکو پلورونکي باید له دې وروسته د توکو پلور لپاره له لاوډسپیکرونو استفاده ونه ‌کړي

د سرپل قشقري له څاګانو د نفتو د استخراج چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې پرون شنبه د چنګاښ ۱۷مه د سرپل د قشقري نفتو څاه‌ګانو څخه د نفتو د استخراج بهیر پیل شو.

د یاد وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور دغه ولایت ته د سفر پر مهال ویلي چې قشقري د هېواد مهمه اقتصادي سرچینه ده او په وینا یې، د قشقري د نفتو د عاید یوه برخه به د سرپل ولایت پر بیارغونه او پراختیا ولګول شي.

پاکستان سره د بارتر سوداګرۍ طرحه به تر راتلونکې یوې میاشت بشپړه شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د «جنس په جنس» سوداګرۍ پر طرحې کار روان دی او تر راتلونکې یوې میاشت به بشپړه شي.

د یاد وزارت ویاند جواد اخند‌زاده وايي چې د دغه وزارت مسلکي ټیمونه د بارټر «جنس په جنس» سوداګرۍ طرحې باندې کار کوي او تر راتلونکې میاشت به یې کار بشپړ شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېرکال ۶۰۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست مسوولان وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي و چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده. د نوموړي په وینا، سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د ورماتولو لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې روان کال به لس‌زره بهرني سيلانيان هېواد ته راشي.

د پروان اوسېدونکي: دغه ولایت کې دې د سترګو ناروغیو د درملنې زمینه برابره شي

پروان ولایت کې د سترګو پر ناورغي اخته یو‌شمېر ناروغان له حکومت غواړي چې د دغه ولایت په تخصصي روغتون کې دې د سترګو ناروغیو د درملنې څانګه پرانېستل شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د خپلې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته ځي او په وینا یې، دې ولایت کې باید ورته د درملنې زمینه برابره شي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پېر او پلور راپور ناسم وباله

د افغانستان پر سولې د څار ادارې په دې وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې په هلمند، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د امریکايي وسلو بازار تود شوی دی. خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي او وايي، سرپرست حکومت د وسلو په ساتلو کې جدي دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د وسلو پېر او پلور وکړي.