هېواد کې د پانګونې لپاره د اسانتیاوو نه برابرېدو په اړه د پانګه‌والو اندېښنې

یوشمېر پانګه‌وال د ا.ا له‌خوا د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له جوړېدو سره هم‌مهاله وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې، خو په هېواد کې د پانګونې لپاره د فرصتونو نه‌شتون او د دوی پر وړاندې شته ننګونو په اړه اندېښنې لري.

فاریاب کې د شاتو تولید کموالی؛ د مُچیو فارم‌لرونکي: حکومت دې همکاري وکړي

فاریاب کې شاتو مچیو یو‌شمېر فارم‌لرونکي وايي چې سږکال د وچکالي او د طبیعي افتونو له امله دغه ولایت کې د شاتو تولید کم شوی.

دوی همداراز زیاتوي چې د تېر ژمي پر مهال سړې هوا مُچۍ له‌منځه وړي او په وینا یې، دې چارې یې د شاتو پر تولید منفي اغېز کړی دی.

د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز؛ خلک د «افغانۍ» بانکنوټونو له کموالي سر ټکوي

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د افغانستان بانک له لوري د «افغانۍ» کارېدو او په پنځو سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو له بندیز سره ‌هم‌مهاله په کندهار، زابل، هلمند، روزګان او دایکندي کې د «افغانۍ» بانکنوټونو کموالي په اړه شکایت کوي.