Asset 1SWN

سرپل کې په ۴۸۰زره ډالرو د ۲،۵ کیلومټره سړک د رغونې چارې پیل شوې

IMG-20230913-WA0007-qccz20vooqh254ii3bsl2wtmrlxcs73m83n3igtwug

د سرپل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز اړوند «تاش‌ګذر» کلي کې یې د ۴۸۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲.۵ کیلومټره سړک د رغونې چارې پیل کړي دي.

دغه سړک چې د سرپل مرکز سره څو کلي نښلوي د کانکرېټ اچوونې چارې یې پرون سه‌شنبه د وږي ۲۱مه پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد سړک د رغنیزو چارو د پرانېستو مراسمو پر مهال د «اف‌چین» شرکت مدیر فرید‌الله وویل چېد یاد سړک چارې د «اسیااباد» له سیمې پیل او تر «قشقري» پورې به دوام ولري.

د نوموړي په وینا، د یاد سړک د رغونې چارې به تر راتلونکو درېوو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د اف‌‌چین شرکت مدیر همداراز زیاته کړه چې دغه پروژه د قشقري د نفتو پراختیايي پروژې اړوند ده چې بودیجه یې د «اف‌چین شرکت له لوري ورکول کېږي او ورسره لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه دې مراسمو کې د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې د یادو پروژو د پلي کولو برخه کې له محلي مسوولانو او شرکت سره همکاري وکړي، څو د یاد سړک د رغونې چارې په سمه توګه پرمخ لاړې شي.

بل‌خوا د سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي د یادې پروژې له پلې کېدو خوښ دي او له اړوند مسوولانو غواړي چې سیمه کې دې یې ورته نورې پروژې هم پلې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه سړک د قشقري د نفتو کان ته څېرمه پروت دی چې هره ورځ پرې لسګونه ټانکر تګ‌راتګ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام