Asset 1SWN

د هېواد لوېدیځه حوزه کې د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي د خلکو شکایت

13960311134404102110449910

د هېواد د لوېدیځې حوزې د یو‌شمېر ولایتونو اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ له ډېروالي شکایت کوي. دوی وايي چې یوه شپه او ورځ کې ډېری ساعتونه برښنا نه‌لري.

د فراه اوسېدونکی شاه محمد صمدي وايي چې دغه ولایت کې د برښنا پرچاوي ډېره ده او خلک یې یو ساعت برښنا ته لاسرسی نه‌لري. «پرچاوي ډېر ده او حتا خلک یو ساعت برښنا ته لاسرسی نه‌لري، له امارت غواړو چې دې ولایت کې د برښنا برابرولو لپاره پر بخش‌اباد بند کار پیل کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیمروز اوسېدونکي سلیم هم وویل: «د ورځې دوه ځل برښنا ځي او کار پاتې کېږي او موږ د جنراتور د پېر توان نه‌لرو، له امارت غواوړ چې د برښنا نشتون ستونزه هواره کړي.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولان بیا وايي چې دغه ولایت کې د وارداتي برښنا پرچاوۍ ډېروالي له امله صنعتي شرکتونو ته په زرګونه ډالره زیان اوړي.

د دغه ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم سلام‌وطندار ته ویلي د ایران له لوري د برښنا پرچاوۍ د شرکتونو خاوندانو ته زرګونه ډالر زیان رسولی دی.

د نوموړي په وینا، په یوه اوونۍ کې څو ځله د ایران له لوري دغه ولایت ته لېږدېدونکې برښنا پرې کېږي چې په هر وار هر شرکت تر ۱۰۰زره ډالره مالي زیان اړوي.

هغه وویل: «په اوونۍ کې څوله د ایران له‌خوا برښنا پرې کېږي او هر ځل تر ۱۰۰زره ډالرو زیان سره مخ کېږي.»

په همدې حال کې د برښنا شرکت مسوولان وايي چې د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د برښنا کمښت ستونزې حل لپاره به هڅې وکړي. د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وویل: «د هرات زون ۱۷۱ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري چې ۱۰۰سلنه برښنا به ورته ورکول کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولانو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د لوېدیځې حوزې د برښنا پرچاوۍ ستونزې هواري په موخه د خبرو لپاره د اسلامي امارت یو چارواکی ایران ته سفر وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام