Asset 1SWN

هرات کې د حجامې مرکزونو ته د درملنې لپاره د خلکو ورتګ ډېر شوی

مرکز-حجامت-در-تهرانپارس

په دې وروستیو کې د هرات د بېلابېلو سیمو د حجامې یا له «بدن د وینې ښکلو» مرکزونو ته د درملنې لپاره د خلکو او ناروغانو ورتګ ډېر شوی دی.

هرات کې د حجامه درملنې د مرکزونو یوشمېر مسوولان وايي چې دې وروستیو کې یې مراجعه کوونکي زیات شوي او د وینې لوړ فشار، سیاتیک، د ملا او پښو درد او د وینې غوړ ناروغان ورته مراجعه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حکیم محمدروحاني چې هرات ښار کې د حجامې مرکز لري، سلام‌وطندار ته وویل، دې وروستیو کې یې مراجعه‌کوونکي ډېر شوي دي.

هغه وویل: «اسلامي سنتي طب ښه پرمخ روان دی او خلک د ملا او نورو دردونو ارامولو لپاره له کیمیاوي درملو ستړي شوي او سنتي طب ته مراجعه کوي چې حجامه د سنتي طب یوه له مهمو ستنو څخه شمېرل کېږي.»

په ورته مهال د حجامې مرکز یوه بل مسوول سدیس نېکفرجام بیا وايي چې حجامه د هرې ناروغۍ لپاره ګټوره نه ده او په وینا یې، دا کار باید له معاینې وروسته وشي.

نوموړي وویل: «څوک چې د وینې او زړه غوړ لري او د وینې او زړه غوړ یې کم شوي وي او د شکر دیابت یې هم تداوي کېږي. خو هغه کسان چې د ملا درد، عصبي دردونه یا معدې دردونه لري، له هغوی د وینې ښکلو سره سره نه یوازې درملنه یې نه‌کېږي، بلکې دردونه یې نور هم زیاتېږي.»

هرات کې د حجامې مرکزونو ته ډېری هغه کسان د درملنې لپاره مراجعه کوي چې د ملا‌، پېښو او نور دردونه ولري. عبدالودود چې د خپل ملا درد لپاره یې دوه ځله له بدن وینه ښکلې، سلام‌وطندار ته وویل: «څو کاله مخکې د حجامې په اړه مې فکر نه‌وو کړی او د ډاکټر له درملو به مې استفاده کوله، خو کله کې چې وضعیت خراب شو، راغلم حجامې مرکز ته.»

د هرات یو بل اوسېدونکی طاها یاري سلام‌وطندار ته وویل چې د خپل سردرد ورکولو لپاره د حجامې مرکز ته مراجعه کړې ده. هغه وویل: «سردرد لرم او پر بدن مې دانې راختلي دي، غواړم حجامه وکړم او هیله‌مند یم ښه شم، لومړی ځل دی چې حجامه کوم.»

بل‌خوا د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان بیا وايي چې حجامه درملنه تراوسه له قانوني اړخه د هېواد روغتیا سکټور کې نه‌ده شامله شوې او په وینا یې، د حجامې مرکزونو نه‌ثبت له امله له یادو مرکزونو سمه څارنه نه‌ده شوې.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمداصف کبیر سلام‌وطندار ته ویلي چې د حفظ‌الصحې نه‌مراعتېدو له امله د دې پر ځای چې حجامه ناروغ ته ګټه ورسوي، په زیان یې تمامېږي.

هغه وویل: «ځینې کسان مو ولیدل چې حجامه یې په زیان تمامه شوې او عامې روغتیا ریاست د دوی پر وړاندې اقدام کړی، خو دا چې ډېری یې ثبت نه‌دي، نو څارنه ترې کمه وه.»

د روغتیاپالانو په وینا، افغانستان کې ډېری وخت د پوهاوي نشتون له امله ډېری خلک د ناروغۍ پر مهال په خپل‌سري توګه کاروي او یا هم له نورو لارو استفاده کوي چې ځانته زیان رسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پر دې سربېره هېواد کې بې‌وزلي، اقتصادي ستونزې او د روغتیايي خدمتونو کمښت لامل شوی چې خلک خپل‌سریو درملنو ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام