Asset 1SWN

د پنجشېر مسوولان: د پارنده بند پروژې بشپړېدو لپاره یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده

پنجشېر

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د بازارک د پارنده برښنا بند پروژې د پاتې څلور سلنه کار د بشپړېدو لپاره څه باندې یو میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده نن دوشنبه د وږي ۲۷مه سلام‌وطندار ته ویلي، د یادې پروژې قرارداد په ۲۰۱۳ کال کې د «انټراګلوبل میډل اېسټ» شرکت ته په اووه میلیونه او ۶۴۰زره ډالرو ورکړل شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، له هغه وخت راهیسې تراوسه دغه شرکت پر دې پروژه پنځه میلیونه او ۸۲۸زره او ۳۳۰ ډالر پانګونه کړې ده.

د یا دولایت مسوولانو همداراز ویلي چې د بازارک د پارنده برښنا بند د پاتې کارونو د بشپړتیا لپاره د اړتیا وړ بودیجې برابرولو په موخه یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي کمېسیون ته وړاندیز کړی دی.

د پنجشېر د پارنده برښنا بند پروژې بشپړېدو سره به د یاد ولایت سربېره د پروان او کاپیسا ولایتونو اوسېدونکي هم د برښنا له نعمت برخمنې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد ولایت مسوولان ټينګار کوي چې د اړتیا وړ بودیجې په برابرېدو سره به د روان کال تر پایه یاده پروژه بشپړه کړي. یاد بند د څلور مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام