د قوش‌تيپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې

نن په بلخ کې د قوش‌تیپې کانال د دویم فاز د جوړېدو چارې پیل شوې. د اسلامي امارت مسوولانو نن (د تلې نولسمه، د چهارشنبې ورځ) د دغه کانال د جوړېدو چارو د پیل مراسمو کې وویل چې افغانستان به د دغه فاز په جوړېدو سره کرنیزه برخه کې پر ځان بسیا شي. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د افغانستان کرنه میکانیزه شي او افغانان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.

ستانکزی: ایران او پاکستان پر ا.ا د سیاسي فشار راوستلو په لټه کې دي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ایران او پاکستان پر اسلامي امارت د سیاسي فشار راوستلو لپاره له دغو هېوادونو د افغان کډوال د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه د تلې ۱۹مه بلخ کې د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز د پرانېستلو پر مهال کړې دي.

غور کې د هوا په سړېدو د اوبلن ګازو بیه لوړه شوې

د غور یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې دغه ولایت کې د اوبلن ګازو بیه له ۶۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانیو ته لوړې شوې ده.

دوی له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د یاد ولایت په بازارونو کې دې د اوبلن او سوند توکو بیې کنټرول کړي.

په دیارلس ولایتونو کې د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین پیل شوی

په هرات کې د شنبې ورځې خونړۍ زلزلې او له کبله یې اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو د هېواد په دننه او بهر کې افغانان اړ کړل چې له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې را ټولولو کمپاین پیل کړي.
د کابل ښار د پروان هوټل سیمه کې د مرستې را ټولولو مسوول فهیم او د کابل ښار په نجارانو کلا کې د د مرستې را ټولولو مسووله نفیسه وايي، د هرات له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې په موخه یې د پلازمېنې کابل په بېلابېلو برخو کې له لسو ډېر کمپاینونه پیل کړي او په وینا یې، را ټولې شوې مرستې به هرات ته ولېږدوي.

له چین د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲ کانټینره توکي حیرتان بندر ته لېږدول شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې له چین څخه ۲۲ کانتینره سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته رالېږدول شوې دي.

دغه سوداګریز توکي نن دوشنبه د تلې ۱۷مه له دغه هېواده افغانستان ته انتقال شوې دي.

اقتصاد وزارت: موسسې دې د هرات زلزله‌ځپلیو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي

د اقتصاد وزارت سرپرست دین‌محمد حنیف وايي چې بهرنۍ او کورنۍ موسسې دې هرات کې له زلزله‌ځپلیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون یکشنبه د تلې ۱۶مه کابل کې د مرستو راجلبولو لپاره په جوړې شوې مشورتي ناسته کې کړې دي. دغه ناسته د هرات زلزله‌ځپلیو ته د مرستو ټولولو په موخه جوړه شوې وه.

خوست کې د «مزري بوټي» له پاڼو د جوړېدونکو توکو بازار پیکه شوی

خوست کې د مزور بوټو څخه د لاسي صنایعو جوړونکي او کاروباریان وايي چې د پخوا په پرتله یې په دې وروستیو کې کاروبار پیکه شوی دی.

له ياد بوټي څخه چې د کور بېلابېل وسایل جوړېږي، جوړونکي یې وايي، د دغه کاروبار له پیکه‌کېدو سره له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

کندهار او روزګان کې د هرات زلزله‌ځپلیو ته د مرستو ټولونې صندوقونه جوړ شوي

د کندهار او روزګان په بېلابېلو سیمو کې د هرات زلزله‌ځپلیو سره د مرستو لپاره د مرستو ټولولو صندوقونه کېښودل شوې دي.

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام‌الله سمنګاني سلام‌وطندار ته ویلي چې هرات کې د شوې زلزلې له کبله وضعیت بېړنی دی او له همدې امله یې د مرستو ټولولو لپاره صندوقونه اېښي دي.

بادغیس کې د وچکالي او طبیعي افتونو له امله د شاتو تولید کم شوی

بادغیس کې د شاتو مُچیو یو‌شمېر روزونکي وايي چې دغه ولایت کې د وچکالي او طبیعي افتونو له امله د شاتو تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

٣٨ کلن محمدامين سلام‌وطندار ته وايي چې له اتو کلونو راهيسې بادغیس کې د شاتو مُچیو پر روزنه بوخت دی.

جوزجان کې ښوونکي: زموږ معاشونه دې لوړ شي

جوزجان کې یو‌شمېر ښوونکي وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او میاشتنی معاش یې د ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې معاشونه یې لوړ کړي.

عباس ستانکزی: پاکستاني سیاستوال دې د خپلې ژبې عفت مراعت کړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې د پاکستان سیاسیون دې د افغانستان په اړه د وینا پر مهال د خپلې ژبې عفت مراعت کړي.

عباس ستانکزي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د یو‌شمېر محصلانو د فراغت په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.