
پاکستاني پوځیانو د «انګور اډې» سیمه کې یو افغان وژلی
د پکتیکا ولایت محلي مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د «انګور اډې» سیمه کې پاکستاني پوځیانو یو افغان په ډزو وژلی دی.

د پکتیکا ولایت محلي مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه د «انګور اډې» سیمه کې پاکستاني پوځیانو یو افغان په ډزو وژلی دی.

په بامیان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته وويل چې د دغه ولايت د پاسپورټ مدیر مولوي عتيقالله د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور نيول شوى دى.

د کورونا ویروس خپرېدو او ورپسې د اوکرایین جګړې د افغانستان په ګډون نړۍ کې د خوراکي او نفتي توکو نرخونه لوړ کړي دي.
په دې تړاو نړیوال بانک د نړۍ د اقتصادي ودې په اړه کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو او تېلو بیو لوړېدو له امله به د ۱۹۷۰ کال څخه وروسته په لومړی ځل نړۍ له لوړ انفلاسیون سره مخ شي.

باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، یوشمېر هغه پوځي وسایط، وسلې او مهمات چې د مخکیني حکومت د پرځېدو پرمهال ایران ته لېږدول شوی وو، بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
باختر ویلي چې دغه پوځي وسایط او تجهیزات د اسلامي امارت د مسوولانو له هڅو وروسته پرون ایراني چارواکو اسلاکلا بندر کې افغان لوري ته سپارلي دي.

ځايي سرچینې سلاموطندار ته وايي، یاده مېرمن چې امیندواره هم ده تېره شپه نهه بجې د کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې د اوبو ۶۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې ده.

نن د جون ۷مه د خوړو د خوندیتوب له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د (خوندي خواړه او خوندي ژوند) په شعار سره لمانځل کېږي، خو افغانستان داسې مهال دغه ورځ لمانځي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان کافي خواړه نه لري.

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني نن د یوې خبري ناستې پرمهال چې هېواد کې د پوهنې، لوړو زدهکړو او بېوزلۍ د وضعیت څېړنې په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د نورو لاملونو ترڅنګ بېسوادي افغانستان کې د بېوزلۍ له اصلي لاملونو څخه شمېر کېږي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په یوه تازه راپور کې د افغانستان د مخکیني حکومت د پرځېدو له لاملونو پرده پورته کړې ده.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په یوه راپور کې ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني له لوري د میلیونونو ډالرو د لېږد په اړه لګېدلي تورونه له حقیقت لرې بللې دي. سیګار ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال له مخکیني ولسمشر سره یو میلیون امریکايي ډالر هم نه و.

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې د مذهبي لږکیو حقونه خوندي دي. ذبېحالله مجاهد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

په روزګان ولایت کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې. دغه سيالۍ چې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د يونېسف په مالي ملاتړ پیل شوي، مسوولان یې وايي چې د یادو سیالیو څخه یې موخه ښوونځيو ته د ماشومانو هڅول دي.

نړیوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مدیریت صندوق سره یې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې چې پهکې کرنه، روغتیا او د خلکو د لومړنیو اړتیاو پوره کول شامل دي، تصویب کړي دي. نړیوال بانک یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژې به د ا.آ له کنټرول پرته، د ملګروملتونو د بنسټونو او نادولتي سازمانو له لوري پلې کېږي.

د قزاقستان رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او ورسره مل پلاوی یې د دغه هېواد له جمهوررییس قاسم جومر توقایف سره کتلې. د دې لېدنې اصلي موخه د افغانستان وضعیت ارزول، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ د دوه ورځې مخکې د غونډې پر پایلو بحث بلل شوې ده.

هرات کې یوشمېر ښځو نن د «شمامه نجونو» تر نوم لاندې دوه ورځنی هنري او فرهنګي نندارتون پرانسته. د نندارتون جوړونکي وايي، له دغه نندارتون څخه یې موخه د هغو ښځو او نجونو ملاتړ دی چې اړ شوي، خپل مخونه پټ کړي.

په غزني ولایت کې نن یو غږیز کتابتون پرانستل شو. د دغه کتابتون بنسټ اېښودونکي چې ډېری یې ځوان نابینایان دي، سلاموطندار ته ویلي، د فیزیکي کتابتون په پرتله غږیز کتابتون ډېرې اسانتیاوې لري.

د بشري او مدني حقونو شاوخوا ۲۵ نړیوالو سازمانو په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشرحقونو شورا څخه غوښتنه کړې چې د دغې شورا په پنځوسمه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو په اړه بحث وکړي. په ورته مهال دوی ویلي، اسلامي امارت د ښځو او نجونو پر ازادۍ، راټولېدنې او اعتراض پراخ محدودیتونه لګولي دي.