هلمند کې یوه سوداګر ۷۰۰ یتیمانو او بې‌‌سرپرسته ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړی

هلمند کې یوه ملي سوداګر محمدعیسی عمري د دې ولایت  ۷۰۰ بې‌سرپرست او یتیمو ماشومان لپاره یو ښوونځی جوړ کړی دی.

محمدعیسي عمري وايي چې په دغه جوړ شوي ښوونځي کې ټول ۷۰۰ ماشومان زده‌کړې کوي او ۳۰۰ ماشومانو ته د لیلیې تابیا هم نیول شوې ده.

پکتیا کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ له‌خوا په مرموز ډول وژل شوې

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ له‌خوا وژل شوې ده.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عبدالباري منیب سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون شنبه د لړم ۲۰مه د مرکز ګردېز ښار د درېیمې امنیتي حوزه په «ملا قدرت درې» کلي کې یوه مېرمن د خپلې کورنۍ د غړیو له لوري په مرموز ډول وژل شوې ده.

پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ افغان ښځې: ا.ا دې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت پر افغان ښځو د لګېدلیو محدودیتونو په دوام، تازه پرېکړه کړې چې ښځې به پارکونو، کلپونو او حمامونو ته نه ځي.
د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت دې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې دغه کار بې‌ځایه بللی او د بښنې سازمان یې پر بیاکتنې ټینګار کړی دی.

ملګري‌ملتونه: ګڼ‌شمېر خلک اړ دي د خوړو او کورونو ګرمولو ترمنځ یو انتخاب کړي

ملګرو ملتونو پرون جمعه د لړم ۲۰مه ویلي چې افغانستان، منځني ختیځ او اوکراین کې میلیونونه کسان چې د جګړې او زورزیاتي له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي، ښايي له سخت ژمي سره مخامخ شي. دغه سازمان ویلي، راروان ژمي کې به ګڼ‌شمېر کورنۍ اړ شي چې د خوړو او د کورونو د ګرمولو څخه یو انتخاب کړي.

متقي د پاکستان سفیر ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.

کابل کې مېشت بې‌ځایه شوي: ماشومانو ته مو باید د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شي

دولس کلن سپین‌ګل هغه ماشوم دی چې کورنۍ یې کلونه وړاندې په هلمند کې د سختې جګړې له امله کابل ته را کډه او دلته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قنبر څلورلارې په یوه پنډغالي کې مېشت شوي دي.
سپین‌ګل وايي، که څه هم زده‌کړو ته لېواله دی، خو لاسرسی ورته نه لري.

افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ ماشومان وژل شوي

بریټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان کې د دغه هېواد د ځوکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ افغان ماشومان وژل شوي دي.

د بي‌‌بي‌سي‌ د انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ د بریټانیا حکومت افغانستان کې د وژل شویو ۶۴ ماشومانو کورنیو ته غرامت ورکړی، خو دغه هېواد د ۱۶ ماشومانو وژنه تایید کړې ده.

اروپايي ټولنه افغانستان سره ۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره له اروپايي ټولنې ۵۰ میلیونه یورو ترلاسه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام نن چهارشنبه د لړم ۱۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان له تېر یوه کال راهیسې  له کمسارو اقتصادي ستونزو او د چاپېریال له امله له طبیعي پېښو سره مخ  دي او له یوه سخت ژمي سره مخ دي.